د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټلي ژغ کړی د لیبیا د مسلې دی سیاسي حل راوباسي


اټلي غواړي د لیبیا د مسلې سیاسي حل راوباسي، او معمر قذافي د واکه لرې کړي. د اټلي د بهرنو چارو وزیر فرینکو فراټیني دا وړاندیز د الجیریا یوې ورځپاڼي ال اخبار سره په مرکه کې ورکړی.

د سپینې ماڼۍ د وینا تر مخه د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روس ولسمشر دي میترې مدویدیف ته ویلي، واشنګټن به د روس د هغه هڅو مرسته کوي چې په لیبیا کې یوې داسې فیصلې ته ورسي، چې قذافی د واکه لرې کړې.

اخوا د فرانس د بهرنو چارو وزیر الین ژوبې ویلي، فرانس د لیبیا د رجیم سره د قذافي په تګ رابطې کړې، خو په دې اړه څه خبرې نه دي شوي. د فرانس سفارتکار د قذافي د نمایندګانو سره لیده کاته هم کړي، او واېي قذافي د واک پریښودو ته تیار دې، نو راځۍ چې په دې خبرې وکړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG