د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اذر بايي جان شرکت افغانستان ته پروازونه وتړل


د اذر بايي جان یوه هوايي شرکت ویلي تر هغې وروسته یې افغانستان ته ټول پروازونه ودرولي دي چې د یاد هېواد په ختیځ کې یې یوه سامان وړونکې الوتکه راوغورځېده.

د سه شنبې په ورځ د روسي ساخت الیوشین- ۷۶ الوتکه چې د اذر بايي جان له پلازمېنې باکو الوتې وه، د لرې پرتو غرونو له څوکې سره وجنګېده او لمبه یې واخیسته. د سېلک وې په نوم د هوايي شرکت مشر ویلي افغانستان ته یې ټول پروازونه ځنډولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG