د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون له لیبیايي وزیر اعظم سره خبرې کړې دي.


د ملګروملتونو سرمنشي د لیبیا له وزیراعظم بغدادي المحمودي په ټيليفوني خبرو کې غوښتنه کړې ده، چې جګړې بندې کړي او په دې هېواد کې د بشري حالت په سمولو کې مرسته وکړي.


بانکي مون د روانو سختو جګړو د ختمولو لپاره د یوې لارې د میندلو، د سخت بشري حالت د سمولو او د قدرت د انتقال د داسې یوه مېکانېزم د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې لیبیا ته سوله راولي. ښاغلي بانکي مون وویل د لیبیا لپاره د ده ځانګړی استازی عبدالإله الخطيب هڅه کوي چې د سولې داسې یوه لاره ومومي چې د لیبیا ټولو خلکو ته د منلو وړ وي. د ملګروملتونو د سرمنشي دفتر وايي، د لیبیا وزیراعظم له بان سره ومنله چې خطیب باید د بیړنیو سلا مشورو لپاره سمدستي طرابلس ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG