د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:په سپین غر ولسوالۍ کې د پله او برېښناکوټ جوړېدل



بازمحمد عابد مشال ریډیو جلال اباد

د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ سپین غر کې د امریکا د محتده ایالاتو د نړیوالۍ پراخیتا ادارې / یو اس ای ډی، د ایډیا نیو پروګرام دوه پروژې بشپړې شوې.

لومړۍ پروژه د دغه ولسوالۍ په مامند دره کې د یوه پول جوړول دي چې ۵۷۵۰۰۰ امریکايي ډالره پرې لګېدلي.

په ننګرهار کې د ایډیانیو د انجنیرۍ د پروژو انجنیر ممتاز خبریالانو ته وویل،" د مامند درې د دې پول کار موږ د ۲۰۱۰ کال جنورۍ کې پیل کړ چې پنځوس متر اوږدوالی لري، شپږ متره پلنوالی لري او څلور نیم متر له خوړ نه اوچت جوړ شوی دی. په دې سره د شوکاڼو کان ته د رسېدو لاره پیدا شوه ٬٬

د مامندو درې ملک امین اعظیمي وايي چې ددې پول ساتنه به د خپلو سرونو په بدل کوي،" ددې پول د جوړیدو په دوران کې چې کله هم کوم مشکل راپښ شوی دی، که هغه د طالبانو له لورې و او که د قومي خلکوله خوا و موږ یې دفاع کړي ده. د موسسې کارکوونکو او وسایلو ساتنه مو هم کړی ده. او تر دې وروسته به هم موږ چاته اجاره ورنه کړو چې یا دې زموږ پول راوران کړي، یا دې زموږ بند راوران کړي او یا دې زموږ سکولونه وران کړي. موږ به د دې پول نه د سر په بدل دفاع کوو٬٬

دویمه پروژه هم د سپین غر ولسوالۍ کې د یوه بریښناکوټ یا دبجلې د ډیم دی چې ۱۴۲۰۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی. د دې ډیم د جوړیدو په حقله انجینر ممتاز وايی،" دویمه پروژه هم د سپین غر ولسوالۍ د کوشتل په سیمه کې موقعیت لري چې هغه د بریښناکوټ جوړول دي. دغه پروژې باندې ۱۴۲۰۰۰ امریکايي ډالر مصرف شوي دي. دغه بریښناکوټ د ۶۰ نه تر سلو کیلو واټو پورې برق تولیدوي. ۴۵۰ کورونه یې رڼا کړي دي.٬٬

د کوشتل سیمې حاجی معاون د دې بریښنا کوټ په حقله وايي،" د دې پروژې نه یوازې دا نه چې د خلکو کورونه رڼا شوي دي، بلکې د نچارۍ یوه فابریکه پرې چلیږي چې تر ۱۵ تنو پورې په کې کار کوي. د شولو د پاکولو ماشینونه پرې چلیږي چې مخکې به موږ جلال اباد ته شولې وړلې او ډیر مصرف به پرې راتلو. نو موږ په دغه کار ډیر خوښ یم اود ایډیا نیو له موسسې شکریه ادا کوو.٬٬

د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکي خوښ وو چې په سیمه کې یې ګټورې پروژې بشپړې شوي دي.
XS
SM
MD
LG