د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې لویه جرګه شوې ده.


د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په نشتر هال کې د پاکستان د ټولو سیاسي ګوندونو یوه لویه جرګه شوې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي د دې لویې جرګې پر مهال د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو، پوځي عملیاتو او اییني اصلاحاتو په اړه خبرې شوې دي. په دې جرګه کې د سیاسي ګوندونو قبایلي او صوبايي مشران برخه اخلي. جرګې ته د وینا پر مهال، له باجوړه د قامي اسمبلۍ او د پیپلز ګوند غړي اخونزاده چټان وویل ټول قبایل د ایف سي آر قانون مخالفت کوي. د اخونزاده چټان د وینا پر مهال، ځېنې قبایلي کسانو په تالار کې له هغه د استعفا غوښتنه هم وکړه او ځېنو کسانو احتجاج هم وکړ. اخونزاده چټان وویل د ده په استعفا که د ایف سي آر قانون ختمېږي نو همدا اوس استعفا ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG