د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان ځانمرګي برید کوونکي خرڅوي


د افغانستان د استخباراتو اداره وایي د پاکستانیو طالبانو یوه قوماندان پر یوې افغاني اورپکې شبکې یو ځانمرګی برید کوونکی خرڅ کړی دی.

د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلي ځانمرګی برید کوونکی پاکستانی دی او هغه په پکتیا کې تر برید کولو مخکې ونیول شو. د ملي امنیت ریاست ویلي دې نیول شوي کس ویلي پاکستاني طالبان ځانمرګي برید کوونکي له ۶۰ لکه تر ۸۰ لکه پاکستانیو روپيو پورې خرڅوي. افغان چارواکي وايي اورپکي په پاکستان کې پټنځایونه د وسله والو د روزنې او استخدام لپاره کاروي. تر هغې وروسته بیا، د چارواکو په خبره، دوی په افغانستان کې د بریدونو لپاره ځي.
XS
SM
MD
LG