د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوګياڼو ولسوالۍ کې ۳ وسله والو ته مرګ ژوپله اوښتې




د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ کې تيره شپه افغان او ايتلافي ځواکونو په عمليات کې دريو تنو وسله والو مخالينو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه ژوندي نيول شوي دی .

د دغه ولايت د والي وياند احمد ضياغبدالزي وويل چې : د ګډو ځواکونو له خوا د خوګياڼو ولسوالۍ د مرکې خيلو سيمه کې د وسله والو د ځپلو پر موخه عمليات تر سره شوي چې ، په پايله کې يې يو تن وژل شوی ، دوه ټپيان دي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

په همدې ډول د خوګياڼو ولسوال اصيل احمد خوګياڼي وايي چې ياد عمليات د تيرې شپې له دولسو بجو څخه پيل شوي او تر پنځو بجو يې دوام کړي هغه هم په دغه پيښه کې د يو وسله وال د وژلو ، دوه ټپي کيدو او دوو د نيولو خبر ورکړ.

په ختيځه سيمه کې د ايساف مطبوعاتي دفتر يواځې د پيښې پخلي وکړ خو له جزياتو ورکولو څخه يې ډډه وکړه .

خو وسله والو طالبانو لا تر دا مهاله رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يادولو وړ ده چې وخت ناوخت په ياده ولسوالې کې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات تر سره کيږي چې دواړه خواوې په کې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې کوي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG