د لاسرسي ځای

تازه خبر

مراکش: د پاچا اصلاحات خلکو منلي


ابتدايې نتیجي ښئ چې په مراکش کې جمهوريت پلوه مظاهرو ته د ځواب ويلو لپاره د هغه هيواد باچا، محمد شپږم چې کوم آييني اصلاحات د خلکو مخې ته ايښي وو هغه منل شوي دي.

د داخله چارو وزير ويلي چې په دې اړه اچول شوي نيزدې ټول ووټونه شميرل شوي چې پکې اته نوي اعشاريه پنځه فیصده خلکو د اصلاحاتو حمايت کړی دی. د اصلاحاتو له مخې باچا انتظامي واک وزیر اعظم ته سپارلی دی خو د پوځ، عدالت او مذهبي واکونو مشري يې له ځانه سره ساتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG