د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په شا و خوا کې د متنو په سیمه کې یوه چاودنه شوې ده.
د مشال راډیو خبریال وايي پولیسو ورته ویلي چاودنه د شپې اته نیمې بجې شوې ده. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي د درې کسانو د مرګ اطلاع ورته رسېدلې ده. پولیس وايي په وژل شویو کې د امن لښکر مشر اعجاز باچا، د ده ډرېور او یو پولیس شامل دي. بم ډېسپوزل سکواډ وايي له چاودېدونکو موادو ډک یو ګاډی له حجرې سره ودرول شوی وو چې په کې ۴۰ کیلو ګرامه چاودېدونکو مواد ايښودل شوي ول.