د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجګور کې چاودنه، درې وژل شوي


دبلوچستان په بلوڅ میشته سیمه پنجګور کي په يوه بمي چاودنه کې درې تنه وژل شوي او۲۴ نور ټپيان شوي دي.

د پنجګور دپولیسوپه وینا بمي چاودنه د ریموټ کنټرول چاودنه وه او هدف يې دملیشاځواکونو قطار وو . په ژوبل شوو کې د ملیشې څلور سرتیري هم دي. د يو بل خبر ترمخه په کويټه کې هغه عدالتي ټریبوینل چې د چیچنایانو په وژنه جوړ شوی دی، امر کړی چې دهغه پولیسوپه ضددې کیس درج کړل شي چې په پولیس سرجن ډاکټرباقرشاه يې تشدد کړی. ډاکټر باقر شاه هغه سرجن دی چي د وژل شوو چیچنایانوپوسټ مارټم رپوټ يې تیار کړی وو. او دا رپوټ دپولیسواوملیشاځواکونوله رپوټ سره په ضد وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG