د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر طرابلس د نېټو بمبار دوام لري


دنیټو ځواکونو د لیبیا په سرښار طرابلس کې دبمبارۍ په ترڅ کې ځایونه په نخښه کړي او راپورونه وايي چې یاغي ځواکونونو پرمخ تګ کړی ، او دغه ځواکونه له تیرې څه مودې راهیسې هڅې کوي چې د کرنل قذافي واکمني ختمه کړي.

په طرابلس ښار کې د سه شنبې / نهې په ورځ ناوخته لږ تر لږه دوه لویې چاودنې وشوې چې دلیبیا سرکاري ټي وي د خبر له مخې دبمبارۍ له امله پوځي او ولسي ځایونه په نخښه شوي دي.

په عین حال کې د نیټو الوتکو په ( زلیتان ) ښار کې پیغام پاڼې هم غورځولي چې پکې دکرنل قذافي د وفادارو ځواکونو نه غوښتنه شوې چې امنیتي پوستې دې خوشي کړي او د جنګ نه دې لاس واخلي.

راپورونه وايي یاغي ځواکونه دنوموړي ښار په لوري د پرمخ تګ په حال کې دي.

بل پلو کینیډا په رسمي ډول دیاغیانو عبوري شورا دهیواد د قانوني حکومت په حیث پیژندلی دی. کینیډا ، فرانسه ، هسپانیا ، اټلي ، جرمني ، قطر او متحده عرب امارات نوموړې شورا په رسمیت پیژندلې ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG