د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او قازقستان خپلمنځي سوداګري زیاتوي


چین او قازقستان له یو بل سره د ستراتیژیکي ملګرتوب تړون لاسلیک کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې تر راتلونکو څلورو کالونو به خپل منځي سوداګري دوه چنده کړي.

دا تړون تېره ورځ د قازقستان په پلازمېنه استانا کې د چیني ولسمشر هو جن تاو او د قازقستان ولسمشر نورسلطان نظرباییف تر منځ تر خبرو وروسته لاسلیک شوی دی.

قازق ولسمشر وویل دواړه هېوادونه ښې هیلې لري چې د انرژۍ په څانګه کې له یو بل سره همکاري وکړي. « قازقستان د درې لویو بدیو پر سر له چین سره نه ناکامه کېدونکو ملاتړ پخلی کوي. دا بدۍ ترهګري، بېلتون پالنه او مذهبي سختدریځي ده.

د دې تر څنګ د چین یو والی او په چین کې د ثبات ملاتړ هم کوو.» هو جن تاو تر قازقستانه وروسته روسیې او اوکرین ته هم ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG