د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تېرا کې د سرک پېښه، اته وژل شوي


د قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ په تیرا کې د یوه ګاډي د اوښتو په پېښه کې د یوې کورنۍ اته کسان وژل شوي دي.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي په وژل شویو کې ماشومان هم دي. په دې پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي دي. تیرا لرې پرته قبایلي سیمه ده چې پاخه سرکونه په کې ډېر کم دي او دا ځای له مودې راهیسې د ترهګرۍ د پېښو ښکار او د وسله والو ډلو د نښتو مرکز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG