د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې مشکوک ځانمرګي بریدکونکي نیول شوي


په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي دوه داسې کسان چي د ځانمرګو بریدونو نیت یې لرلو، له یوه بل مشکوک کس سره نیول شوي دي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا کسان د کندهار په ښار کې د عملیاتو پر وخت نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي ، په نیول شوو کسانو کې یو پاکستانی دی چې د کندهار پر امنیه قوماندانۍ يې د برید اراده کړې وه .

دا په داسې حال کې ده چي پرون په دې ولايت کې د سړک د غاړې په يوه بمي چاودنه کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون پنځلس تنه وژل شوي وو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG