د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریا کې پر مظاهرچیانو تشدد غندو: امریکا


امريکا د سوریا د حکومت لخوا پر مظاهرچيانو تشدد غندلی او دا يې يو قهر جن تېری بللی دی.

سپینې ماڼۍ د اوروپا له خوا د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته د وړاندي کېدونکي هغه پرېکړه لیک د ملاتړ اعلان کړی چې د شام د حکومت له خوا پر مظاهرچيانو تشدد غندي. د سپینې ماڼۍ له خوا دا بيان تر هغو رپورټونو وروسته خپور شوی دی چې په لومړي ځل د شام امنیتي ځواکونو په شمال لويديځ ښارګوټي کې له هيلي کاپټره پر مظاهرچيانو ډزې کړې دي. بل خوا د جسرالشغور په ښار کې د عملياتو له کبله شاوخوا دوه نيم زره کسانو تورکیې ته کډه کړې ده. د تورکيې وزير اعظم رجب طيب اردغان ویلي چې د تورکیې ولس به پناه ورکولو ته دوام ورکوي. په شام کي له تيرو میاشتو راهيسې د ولسمشر بشار الاسد مخالفینو د حکومت د پرځولو لپاره په احتجاج لاس پوري کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG