د لاسرسي ځای

تازه خبر

پانیټا: د القاعدې پر ضد د پاکستان همکاري مهمه ده


د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر ليون پانیټا
د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر ليون پانیټا

د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر ليون پانیټا ويلي چې د اسامه بن لادن د وژنی وروسته پر القاعده د فشار اچولو لپاره له پاکستان سره همکاري ډيره ضروري ده.

د فرانس خبري اژانس ای ايف پي وايې چې د سي آی اې د مشر ليون پانیټا هغه ليکل شوی بيان يې تر لاسه کړی چې نوموړی به يې نن د سينټ د پوځي خدمتونو کميټې ته وړاندي کوي.

کميټه د رابرټ ګيټس پر ځایې د ليون پانیټا د امريکا د دفاع وزير د جوړيډو په ترڅ کې د نوموړي اوريدنه کوي.

د اژانس په وينا په بیان کې ښاغلي پانیټا ويلي چې په داسی وخت کې چې القاعده د اسامه بن لادن د وژنی وروسته تر يونازک حالت تيريږي نو له پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکول سخت ضروري دی.

خو البته په بیان کې نوموړي پاکستان ته خبردارۍ ورکړی چې په راتلونکې کې به امريکا امنيتي مرستو ته اله عملي بڼه ورکوي کله چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا تجويز کړل شوو ګامونو ته غبرګون ووایې.

ليون پانیټا دا مني چې د پاکستان او امريکا تر مینځ اړيکي کله هم همواره نه دي پاته شوي او دوی له يو بل سره اختلاف لري.

خو دده په وینا د اسامه پر ضد له شوو عملياتو یې دا درس ترلاسه کړی چې داسي واضحه شواهد مخي ته نه دي راغلي چې ګواکې دپاکستان لوړپوړي چارواکي هغه ته په پناه ورکولو کې لاس درلودی او يا يې په ځای ځایګي خبر وو.

ښاغلي پانیټا زیاته کړه چې که چرته ددې تصديق وشو نو بیا به د القاعدې د له مينځه وړلو د هدف تر لاسه کولو لپاره په افغانستان او پاکستان کې له خپلو ملګرو سره ګډ کار ته دوام ورکوي.

د اې ایف پي په وينا د سي آی اې مشر لیون پانیټا په خپل ليکل شوي بيان کې زیاتوي چې د ترهګری ضد جګړي کې پاکستان د یوولس سوه عسکرو او ديرش زره ولسی وګړو قرباني ورکړې ده .

خو نوموړې په دې خبره زور ورکوي چې پاکستان باید تر پايه پوري په دې جګړه کې ودرېږي.

د ښاغلي پانیټا په وينا پاکستان دې له ترهګرۍ سره تړلو چارو کې پوره همکاري وکړي او افغان طالبانو او نورو یاغي ډلو ته دي دپناه ګاوو ورکولو مخه و نيسي.
XS
SM
MD
LG