برېتانیوي خیراتي ادارې اوکسفیم ویلي په پاکستان کې یې د تېر کال تر سېلاوونو وروسته د مرستو په کارونو کې د مالي بې قاعدګیو په اړه پلټنې پیل کړې دي.
په یوه بیان کې اوکسفیم ویلي د حساب کتاب یوه اداره پرایسواټر هاوس کوپر تر هغو اندېښنو وروسته حساب پیل کړی دی چې په سېند صوبه کې د سېلاو ځپلو لپاره ځانګړې شوې پیسې خپل هدف ته نه دي رسېدلي.
بیان وايي د اوکسفیم لومړیتوب دا دی چې باوري کړی چې پیسې په سم ځای لګېدلې دي. بیان زیاتوي دا خیراتي اداره به تر هغې نورې مالي ژمنې نه کوي چې دا پلټنې نه وي پوره شوې. تمه ده د پلټنو بهیر یوه میاشت واخلي.