د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې پر سبزیو د روسیې بندیز


روسیې نن د اروپايي اتحادیې له هیوادونو څخه له هغې وروسته د تازه سبزیو په درامداتو بندیز لګولی چې د وژونکې E-coli بیکټریا ویره ترې خوره شوې.

د صاریفینو ژغورنې ادارې مشر ګینادي اونیشچېنکو ویلي چې له نن سهاره ځخه دغه بندیز لاګو شوی او له اروپايي ټولنې وار دمخه برامد شوي سابه به د روسیې په لروبر کې له مینځه وړي.

بلخوا په اروپايي ټولنه کې پلټونکي د وژونکي ایکولای د خپوروالي او سرچینې پلټنه کوي چې په وبا سره یې ۱۶ کسان وژل شوي او تر یو زر زیات ناروغه دي چې ډېری اغېزمن یې په جرمني کې دي.

وړاندې جرمني ویل چې دا وبا له ورستو بادرنګو خوره شوې خو وروسته له آزموینو ورته جوته شوې چې وراسته بادرنګ د وبا خورېدو سبب نه وو.
XS
SM
MD
LG