د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رېمنډ ډېوس د سفارتي استثنا په اړه د پاکستاني عدالت انکار


د پاکستان یوه عدالت د هغه امریکايي وګړي د سفارتي استثنا په اړه چې په لاهور کې یې دوه کسان وژلي ول، له فیصلې ورکولو انکار کړی دی.

د پنجاب صوبې اعلا عدالت لاهور هاي کورټ د ننۍ اورېدنې پر مهال وویل عدالت د وژنې د مقدمې اورېدنه کوي، او باید پر همدې پرېکړه وکړي.

دا امریکايي وګړی چې رېمنډ ډېوس نومېږي، د جنورۍ په اتویشتمه یې په لاهور کې دوه کسان ووژل. نوموړی وايي دا کار یې په خپله دفاع کې کړی دی، ځکه چې وژل شوي کسان د شوکې په موخه د ده پر لور راغلي ول.

همدا راز امریکايي چارواکي وايي نوموړی سفارتي استثنا لري نو ځکه باید خوشې کړل شي او بیرته امریکا ته واستول شي.

د پاکستان حکومت وايي، په دې به د پاکستان عدالتونه فیصله کوي. د دې معاملې له کبله د پاکستان او امریکا اړیکي له کړکېچ سره مخامخ دي.

د عدالت ننۍ خبره ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بحران لا پر مخ بوځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG