د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده یو لوړ پوړی مشر وژل شوی: عراقي پوځ


د عراق پوځ وايي د عراق د اسلامي دولت د ډلې یو لوړ پوړی مشر یې وژلی دی.
د دې ډلې په اړه ویل کېږي چې دا له القاعده سره تړلې ډله ده او په ټول عراق کې د بمي او ځانمرګو بریدونو تر شا ده. د پلازمېنې بغداد د عملیاتو د ځواک مشر قاسم الموسوي وايي دا سړی چې الناصر لېدین اله ابو سلیمان نومېږي د د زیارت په شپه د یوې چاپې پر مهال ووژل شو. سلیمان ته به د عراق د اسلامي دولت د اورپکې ډلې د جنګ وزیر ویل کېدل. نوموړی د ابو ایوب المصري پر ځای د دې ډلې د لوړپوړي مشر په حیث کار کاوه، المصري د تېر کال د اپرېل په میاشت کې د امریکا او د عراقي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG