د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې ولسي جرګې له امریکا سره د یوه تړون منظوري ورکړه


د روسیې د پارلېمان ولسي جرګې د دې هېواد او د امریکا د هغه تړون رسمي منظوري ورکړې ده چې ترمخې به یې امریکا وکولای شي چې خپل پوځیان او پوځي سامان له روسي خاورې افغانستان ته یوسي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګی ریابکوف ویلي دې تړون یې له امریکا او ناټو سره اړیکي ښه کړي او په نورو سیمو کې د روسیې د ګټو ساتنه کوي. روسيې دې ته ورته تړونونه له جرمني، فرانسې او هسپانیې سره هم کړي دي.
XS
SM
MD
LG