د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران سمندري بېړۍ شام ته رسېدلې


د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان وايي، ددې هیواد دوه جنګي بیړې چې دا اوونې د سویس نهر په لور روانې شوی او اسرایلو پرې اندیښنه ښودلې اوس شام ته رسیدلي.
داجنګي بیړې په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب راهیسې لمړي جهازونه دي چی سویس ته روانې شوي دي.
اسرايیلو د ایران دا کار یوه پارونه ګڼلې او خپل سمندري ځواکونه یی بیړني حالت او خطر ته چمتو کړي.
خود ایران د سمندري ځواکونو قوماندان حبیب الله سریاري ويلي چی دا بیړې په دوستانه او معمولي سفر دي او سیمې ته کوم ګواښ نه پیښوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG