د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي وګړي ریمنډ ډېویس په اړه د فوزیې وهاب څرګندونې دهغې شخصي نظر دی. فرحت الله بابر


دپاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر وايي د امریکايي وګړي ریمنډ ډېویس په اړه د پیپلز پارټۍ د اطلاعاتو د سکر ترې فوزیې وهاب څرګندونې دهغې شخصي نظر دی نه حکومتي.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکايي وګړي په اړه ددوی د حکومت دریځ واضحه دی ، دهغه کېس (دوسیه)په عدالت کې ده او چې څه پریکړه یې مخې ته راشي دوی به یې احترام کوي،

خو تر دې مخکې فوزیه وهاب په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي وو، کله چې ریمنډ ډیویس سفارتي ویزه لرله او مونږ هغه قبول کړی و نو د ویانا د کنوینشن په رڼا کې نه هغه نیول کیدای شو او نه هم زندان ته لیږدول کیدای شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG