د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایی کونسلېټ رېمنډ ډېویس زندان ته واستول شو.


رېمنډ ډېویس په لاهور کې عدالت ته وړاندې کړل شو.
رېمنډ ډېویس په لاهور کې عدالت ته وړاندې کړل شو.
مشال رېډيو

د پاکستان په لاهور کې د دوو کسانو په وژونه ککړ امريکايي وګړي رېمنډ ډېوس نن د جمعې ورځ د ماډل ټاون کچارۍ کې د ۱۴ ورځو جسماني ریمانډ وروسته د انیق انور عدالت ته وړاندې کړل شو.پولیس عدالته ته خواست وکړو چې د ۱۴ ورځو جسماني ریمانډ پوره کېدو وروسته دې رېمنډډېوس جیل ته واستول شي.د اورېدنې دوران د رېمنډډېوس وکیل عدالت وویل چې د هغه موکل ته سفارتي استثنا حاصله ده او د امنیت له کبله دې د هغه عدالتي اورېدنه په بنده کوټه کې وشي.ددې اورېدونو وروسته عدالت رېمنډډېوس جیل ته د لېږلو امر ورکړو.
بلخوا امريکايي ورځپانو کې خپاره شویو خبرونو کې راغلي وو چې امریکا، پاکستان ته دړکه ورکړې که یې رېمنډډېوس خوشی نکړی نو له پاکیستان سره به خپل تعلقات وشلوي.خو په اسلام اباد کې د امریکا يي سفارتخانې ویاندې کوټني بېل له مشال رېډيو سره په خبرو کې دا رپوټونه ردکړل او زیاته یې کړه چې امريکا له پاکستان سره د اړیکو شلولو هيڅ اراده نلري.د یادونې وړ ده چې د جنورۍ پر ۲۷ مه نېټه د پنجاب په سر ښار لاهور کې د امريکايي کونسل خانې کارکوونکي رېمنډډېوس دوه کسان په ډزو ووژل او دریم کس بیا د کونسل خانې د یوه ګاډي په ټکر کې وژل شوی وو. خو رېمنډډېوس ادعا لري چې هغه دا مرګونه د ځان په دفاع کې کړي دي.
XS
SM
MD
LG