د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهر زندان بندیان په کورني سازش تېښتدلي


افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دکندهار د یو زندان نه د سلګونو بندیانو په تښتیدلو کې په هیواد کې دننه سرچینو مرسته کړېده. د ولسمشر د ماڼۍ لخوا په سرکاري بیان کې ویل شوي چې د یو سورنګ د لارې د بندیانو تيښته دا څرګندوي چې په زندان کې دننه هم مرسته شوې ده.

دا بیان په داسې حال کې ورکړل شوی چې څو ورځې وړاندې د کندهار د یو زندان نه خوا او شا ۵۰۰ بندیان چې پکې ډېری یې طالبان وو په تښته کامیاب شوي وو. ځایی چارواکو وايي دوي یو شمیر بندیان بیرته نیولي دي.
XS
SM
MD
LG