د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې پر پوله د پاکستانیو او د طالبانو سرتېرو ترمینځ نښته شوې ده


پوځ وايي، برید او نښته د خرلڅیو له پولې سره نېږدې شوې ده.
پوځ وايي، برید او نښته د خرلڅیو له پولې سره نېږدې شوې ده.

د پاکستان پوځ وايي، د کورمې په خرلڅیو کې په یوه نښته کې یې درې سرتېري وژل شوي او "وسله والو" ته هم مرګژوبله اوښتې ده. د طالبانو حکومت تور پورې کړی چې لومړی ډزې ورباندې پاکستانیو سرتېرو کړې دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې "د افغانستان له لوري وسله والو" پر خرلڅیو پوله پر پاکستانیو ځواکونو برید وکړ چې پکې درې سرتېري ووژل شول.

په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د سېپټېمبر ۱۳مې په ځوابي ډزو کې وسله والو ته "درنه مرګژوبله" اړولې.

بیان زیاتوي چې د "ترهګرو له لوري د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې کارېدو غندنه" کوي او هیله لري چې په کابل کې به د طالبانو حکومت د دې ډول فعالیتونو مخه ونیسي.

اخوا د طالبانو حکومت ویلي دي چې پاکستانیو سرتېرو د طالبانو پر کسانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې نښته وشوه.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د سېپټېمبر پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي بیان ویلي دي چې پېښه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پولې ته نېږدې شوې ده.

په بیان کې راغلي چې "پاکستانیو ځواکونو هڅه کړې" چې ډېورنډ کرښې ته "نېږدې پوسته جوړه کړي" چې دا د "اصولو له مخې" ناسم کار وو او کله چې د طالبانو د حکومت "ځینې کسان" ورغلل چې ورسره خبرې وکړي، نو هغوی ورباندې ډزې وکړې چې په "نتیجه کې یې تلفات" شوي دي.

کریمي په بیان کې د مرګژوبلې شمېر نه دی ورکړی خو وايي چې په نښته کې "ممکن هغې غاړې ته هم تلفات اوښتي" وي.

دی زیاتوي چې مشران په جریان کې دي چې په راتلونکې کې کرښې ته نېږدې د "تاسیساتو جوړولو" او د دې ډول تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

د خرلڅیو لاره د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ لپاره کارېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG