د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مینګوره کې سېلاو لوی زیانونه اړولي دي


چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، سېلاو د سوات د مرکزي ښار مینګورې یوشمېر برخې اغېزمنې کړې دي - د اګست ۲۴مې انځور.
چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، سېلاو د سوات د مرکزي ښار مینګورې یوشمېر برخې اغېزمنې کړې دي - د اګست ۲۴مې انځور.

د سوات په مرکزي ښار مینګوره کې سېلاو سلګونه ودانیو او مارکېټونو ته زیانونه اړولي دي او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ یوه غړي په وینا پکې یوه ماشومه وژل شوې ده.

په سوات کې د اوبو د ترسیل او پاکۍ ادارې مشر شیدا محمد د اګست پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، په مینګوره ښار کې دومره لوی سېلاو ۱۲ کاله وروسته راغلی دی چې زرګونه خلک یې اغېزمن کړي دي.

د ده په خبره، د مینګورې له جامبل، کوکارۍ، مرغزار او نورو سیمو څخه په تېرېدونکي خوړ کې سېلاو د اګست پر ۲۴مه ښار ته ورسېد.

شیدا محمد وايي، اوسمهال یې د ادارې تر ۵۰۰ زیات کارکوونکي د ژغورنې او مرستو چارې پر مخ وړي او د خوړ پر غاړه یې له کورونو څخه ماشومان او ښځې اېستلې دي او له ودانیو څخه اوبه باسي.

د ملا بابا سیمې اوسېدونکي شوکت علي مشال راډیو ته وویل، سېلاو یې حجره اغېزمن کړې ده. دی وايي، د هغې سیمې شاوخوا ټولې کورنۍ سېلاو ځپلې دي خو په وینا یې، اوس د سېلاو شدت کم شوی دی او د سیمې زیاتره اوسېدونکي له کورونو څخه اوبه باسي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په کورونو او دوکانونو کې یې اوبه جمع شوې دي - د اګست ۲۴مې انځور.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په کورونو او دوکانونو کې یې اوبه جمع شوې دي - د اګست ۲۴مې انځور.

علي زیاتوي چې ګڼو خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو ضرورت دی او همداراز، د سېلاو له وجې په کورونو کې خوراکي شیان خراب شوي، نو چارواکي دې اغېزمنو کورنیو ته خواړه هم ورکړي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د سوات استازی فضل حکیم وايي، د ضلعي انتظامیې، د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ او د اوبو د ترسیل او د ښار د صفايۍ ادارې کارکوونکو له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړی دی.

دی وايي، په سېلاو کې د یوې ماشومې د مړینې اطلاع ده او نور ځاني زیان نه دی اوښتی.

په سوات کې سېلاو پر داسې مهال راغلی چې د سیند صوبې د تعلیم وزارت د سختو بارانونو له وجې د اګست پر ۲۴مه او ۲۵مه د ټولو تعلیمي ادارو د تړلو اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان د موسمیاتو محکمې د سیند په شمول د هېواد په یوشمېر برخو کې د نورو بارانونو او له وجې يې د سېلاووونو خبرداری ورکړی دی.

تر سوات مخکې د پاکستان په سیند او بلوچستان صوبو کې بارانونو او سېلاوونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تاوانونه اړولي او زرګونه کورنۍ یې بې کوره کړې دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په هغه هېواد کې د ۲۰۲۲ز له جولای مياشت راهيسې په بارانونو او سېلاوونو کې تر ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه کورونه ړنګ شوي دي. د ادارې په خبره، بارانونو او سېلاوونو تر ټولو زياته د بلوچستان صوبه ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG