د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښین یوه مدني ټولنه وايي د مشال راډیو تر خبر وروسته ورته انتظامیې د مرستو ډاډ ورکړی


پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی

د بلوچستان د پښين په مندوزیو کې یوې ځايي مدني ټولنې ویلي دي چې د مشال راډیو تر ویډیويي رپورټ وروسته د ضلعې انتظامي مشر ورغلی وو او خلکو ته یې تر سېلاو وروسته د بیارغونې او نورو مرستندویه چارو ډاډ ورکړی دی.

د "نوجوان اېکشن کمېټي شابیزۍ مندوزۍ برښور" په نوم ټولنې د اګست پر ۱۷مه په سیمه کې د وسې او پشکال د بارانونو او سېلاوونو له وجې د مڼو باغونو ته د اوښتو زیانونو په اړه د مشال راډیو تر ویډیويي رپورټ وروسته پر فېسبوک په بیان کې ویلي دي چې د ضلعې انتظامي مشر مندوزیو ته ورغلی وو او هلته یې د اوښتو زیانونو جاج واخیست.

په بیان کې راغلي دي چې ډېپټي کمېشنر هغه سیمه "سېلاب ځپلې" اعلان کړې او اوسېدونکو ته یې د تاوانونو پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

هغې ټولنې په یوه بل بیان کې ویلي دي چې د سېلاوونو د اغېز په اړه د رپورټ په جوړولو او د خلکو ستونزې تر حکومته د رسولو لپاره د مشال راډيو خبریال صمد شبنم ته انعام ورکوي.

د مشال راډیو په رپورټ کې راغلي ول چې په وروستیو کې په مندوزیو کې راغلیو سېلاوونو د سیمې کروندګرو او باغوانانو ته لوی زیانونه اړولي دي. د پښین د کرنې ادارې سېلاوونو کروندګرو ته د شاوخوا یو نیم اربه (مېلیارده) روپیو زیانونه ور په برخه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG