د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغانستان زلزله کې د مرګ ژوبلې زیاتېدو اټکل کړی


د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې په زلزله کې ګڼ کورونه وران شوي - د جون ۲۵مې انځور
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې په زلزله کې ګڼ کورونه وران شوي - د جون ۲۵مې انځور

ملګرو ملتونو اټکل کړی دی چې د افغانستان په جنوب ختيځو ولایتونو کې په زلزله کې مرګ ژوبله او د اغېزمنو کسانو شمېر زیات شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جون پر ۲۵مه په رپورټ کې ویلي دي چې تر اوسه یې په زلزله کې د ۸۰۰ کسانو مړینه او د ۱،۴۰۰ تنو ژوبلېدل تایید کړي دي. رپورټ وايي، په ژوبلو کې "د ډېریو روغتیايي حالت جدي" دی.

تر دې مخکې، د طالبانو حکومت د جون ۲۲مې تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر په اړه ضد و نقیض معلومات ورکړي ول.

د طالبانو د حکومت باختر دولتي خبري اژانس مشر عبدالواحد ریان د جون پر ۲۴مه وویل، په زلزله کې د مړو شویو شمېر ۱،۱۵۰ ته رسېدلی او لږترلږه ۱،۶۰۰ کسان ژوبل دي.

نوموړي دا خبره تر هغې څو ساعته وروسته وکړه چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د مطبوعاتي چارو مشر مولوي نسیم حقاني د جون پر ۲۳مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د لارو د خرابوالي او د ټېلېفوني شبکو اغېزمنېدو له وجې ورته ګرانه شوې چې د زلزلې له وجې د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات ترلاسه کړای شي.

د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکی په هدیره کې د یوې کورنۍ د ۱۰ غړو له قبرونو سره ولاړ دی. هغه ټول کسان په زلزله کې وژل شوي ول. د جون ۲۴مې انځور.
د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکی په هدیره کې د یوې کورنۍ د ۱۰ غړو له قبرونو سره ولاړ دی. هغه ټول کسان په زلزله کې وژل شوي ول. د جون ۲۴مې انځور.

حقاني ویلي ول چې "د وروستۍ زلزلې او سېلاوونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه ‌دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شاوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو." خو تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي ول چې یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالۍ کې د وژل شویو شمېر تر ۱،۰۰۰ اوښتی او همداراز، پکې تر ۱،۵۰۰ زیات ژوبل دي.

ملګرو ملتونو هم هغه مهال ویلي ول چې په زلزله کې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي له هغې خورا زیات وي چې چارواکو ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل رپورټ کې ویلي دي چې "د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په مرسته پینځه روغتونونه مکمل فعاله" دي او د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو د ژوبلو درملنه کوي. رپورټ وايي، ځینې ژوبل کسان له هغو درو ولایتونو پرته د غزني روغتون ته هم لېږدول شوي دي.

د خوست او پکتیکا زلزله ځپلي بیړنۍ مرستې غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

زلزله د جون پر ۲۲مه د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه راغله چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه یې شدت ۵،۹ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو. د ادارې په وینا، د جون ۲۲مې زلزلې ژورتیا د ځمکې له سطحې ۱۰ کېلومیټره لاندې وه.

زلزلې د خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار او د پولې هغې خوا ته د شمالي وزیرستان په ګډون د افغانستان او پاکستان یوشمېر ښارونه ولړزول.

د اروپايي مدېترانې د زلزلو څېړنیز مرکز وايي، زلزلې په ۵۰۰ کېلومیټرۍ کې د افغانستان، پاکستان او هند یوشمېر ښارونه لړزولي او شاوخوا ۱۱۹ مېلیونه وګړو احساس کړه.

تر هغې وروسته د جون پر ۲۴مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې بیا زلزله راغله چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امر رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي ول چې په زلزله کې "پینځه تنه هېوادوال په شهادت رسېدلي او تر ۱۱ زیات ټپیان" دي.

د پکتیکا یوشمېر اوسېدونکي وايي چې په زلزله کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل دي.

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي باچان د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د دوی په سیمه کې د زلزلې له امله ۹۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه ټپیان شوي دي. خو نوموړی زیاتوي چې د ټپیانو کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده.

د سیمې بل اوسېدونکی رحمت الله وايي، په زلزله کې یې په کلي کې ۳۵ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي. دی وايي، په دې پېښه کې یې د کورنۍ نهه تنه غړي وژل شوي دي او اته ټپیان دي.

رحمت الله زیاتوي، اوس وضعیت ته په کتو د خپلو ټپیانو په اړه اندېښمن دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم ویلي دي چې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه لري چې که پر وخت د ژوبلو درملنه و نه شي نو روغتیايي حالت یې خرابېدای شي.

رپورټ زیاتوي چې د ملګرو ملتونو ادارې په زلزله ځپلو سیمو کې وضعیت څاري او تر اوسه د نس ناستي او قي (هیضې یا کولرا) په څېر د خپرېدونکو ناروغیو پېښې نه دي ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG