د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې زلزله ځپلو سره د مرستې رسونې لړۍ چټکه شوې


د خوست په هوايي ډګر کې زلزله ځپلو سره د رسېدلو مرستو توکي چې افغانانو ته سپارل شوي.
د خوست په هوايي ډګر کې زلزله ځپلو سره د رسېدلو مرستو توکي چې افغانانو ته سپارل شوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر په زیاتېدو دی، د نړیوالو د بشري مرستې او د بسپنې ژمنې دوام لري.

د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د جون پر ۲۴مه، بیا هم د بسپنې ژمنې وشوې او د څو هېوادونو بشري مرستې افغانستان ته ورسېدې.

د سره صلیب نړیواله کمېټه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پکتیکا دوو ولسوالیو برمل او ګیانې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته چې زلزلې په کې تر ټولو زیات تلفات اړولي، د مرستو د رسولو هڅه کوي.

بل خوا د متحده عربي اماراتو خبري اژانس راپور ورکړ، چې دې هېواد ۳۰ ټنه د مرستې مواد چې خواړه او نور د اړتیا وړ مواد په کې بار وو، پرون افغانستان ته ولېږل.

د سره صلیب نړیواله کمېټه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پکتیکا دوو ولسوالیو برمل او ګیانې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته چې زلزلې په کې تر ټولو زیات تلفات اړولي، د مرستو د رسولو هڅه کوي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پکتیکا دوو ولسوالیو برمل او ګیانې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته چې زلزلې په کې تر ټولو زیات تلفات اړولي، د مرستو د رسولو هڅه کوي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي په بشري مرستو بار د ایران درېیمه الوتکه چې خواړه، درمل او جامې په کې دي، پرون د خوست هوايي ډګر ته ورسېدله.

همداراز باختر دولتي اژانس راپور ورکړی، چې له پاکستانه د مرستو په موادو بار اته لارۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته ورسېدلې.

باختر خبر ورکړی، چې په دې موادو کې خیمې، کمپلې، درمل او نور شیان شامل دي.

د یوه بل خبر له مخې د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیرې لیز ترس د جون پر ۲۴مه، له افغانستان سره د ۲،۵ میلیون پونډو بېړنۍ مرسته اعلان کړه.

له پاکستانه د مرستو په موادو بار اته لارۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته ورسېدلې.
له پاکستانه د مرستو په موادو بار اته لارۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته ورسېدلې.

همداراز ټایوان د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د یو میلیون ډالرو، مرسته اعلان کړې.

افغانستان ته دا مرستې داسې مهال رارسېږي چې د طالبانو چارواکي وايي، په دې زلزله کې لږترلږه ۱۱۵۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰۰ زیات نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق- یونېسیف وايي، چې د قربانیانو په ډله کې لږ تر لږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د یونیسیف استازي محمد ایو یا ویلي، په دې سخته زلزله کې همداراز نږدې اویا نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.

په عین حال کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی، چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د لومړنیو طبي مرستو یو مرکز پرانیستی.

دې خیریه غیرحکومتي ټولنې پر ټویټر لیکلي دي، چې دې سیار کلینیک د زلزلې اصلي مرکز ته تر ټولو نږدې ساحه کې په کار پیل کړی او اووه ورځې د اوونۍ به شپه او ورځ پرانیستی وي.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوه سخته زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ وو.

دې زلزلې تر ټولو زیات تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.

د دې زلزلې ټکانونو د جون پر ۲۴مه، د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې یوځل بیا پنځه کسان ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG