د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د زلزلې متاثرین د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي


د افغانستان د خوست او پکتیکا زلزله ځپلي د مرستو غوښتنه کوي، د جون ۲۵مه، ۲۰۲۲
د افغانستان د خوست او پکتیکا زلزله ځپلي د مرستو غوښتنه کوي، د جون ۲۵مه، ۲۰۲۲

د خوست د سپیرې او د پکتیکا د برمل او ګیانې ولسوالیو د زلزلې زیانمن او ټپیان غوښتنه کوي چې د ژوند په ټولو برخو کې دې، ورسره بیړنۍ مرستې وشي.

د خوست او پکتیکا د زلزلې یو شمېر ټپیان چې ماشومان او ښځې هم په کې دي، د درملنې لپاره د خوست هوايي ډګر ته لیږدول شوي او هلته ورته د روغتیايي خدمتونو بیړنۍ څانګه فعاله شوې ده. دوی د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، چې کورونه يې په بشپړ ډول ړنګ دي او د کورونو سامان يې هم تر خاورو او خځلو لاندې شوې او له منځه تللې دی.

د خوست د سپیرې ولسوالۍ د سرې ګنډې اوسیدونکی زین الدین، چې د خپلې کورنۍ د څلورو ټپیانو سره د خوست په هوايي ډګر کې دی، وویل د دوی کورونه او ټول توکي له منځه تللي دي. هغه وویل چې د خلکو اقتصاد کمزوری دی او که ورسره مرسته ونشوه نو نشي کولای چې بیرته خپل کورونه اباد او په هغه سیمه کې له سره ژوند پیل کړي.

په سپیره کې یو شمېر میشت وزیرستاني کډوال هم په زلزله کې مړه، ټپیان او زیانمن شوي دي. له هغو ټپیانو یو بادشاه میر دی. هغه وايي، چې د دوی په سیمه کې جوړ کور نه دی پاتې شوی. ده مشال راډیو ته وویل، په خپل شپیته کلن عمر کې يې داسې زلزله نه ده لیدلې چې ډېره تاواني وه او تر ګیانې پورې يې ځاني او مالي زیانونه واړول.

د خلکو اقتصاد کمزوری دی او که ورسره مرسته ونشوه نو نشي کولای چې بیرته خپل کورونه اباد او په هغه سیمه کې له سره ژوند پیل کړي
زین الدین

د ګیانې ولسوالۍ یو اوسیدونکي رحمت مشال راډیو ته وویل د دوی کلی ۱۲ کوره دی، چې په دې کې د ده د زوی په ګډون ۶ تنه وژل شوي او تر ۶۰ پورې ټپیان شوي دي. دی وايي، کورونه په بشپړ ډول ړنګ شوي او ټپیان يې کابل، پيښور او دې ځای ته راوړي دي.

بل لوري ته د خوست روغتیايي چارواکي وايي، په سپیرې ولسوالۍ کې د زلزلې له کبله ۳۶ کسان مړه شوي او ۱۳۴۷ نور ټپیان شوي دي. تر دې مخکې د خوست چارواکو په سپیرې ولسوالۍ کې د مړو شمېر ۲۹ کسان او د ټپیانو هغه یې ۶۰ کسان ښودلی وو.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمان زاهد وویل، د خوست د روغتیايي ټیمونو سربیره د ګاونډیو او دوستو هېوادونو یو شمېر روغتیايي ټیمونه هم دې ولایت ته رسیدلي دي. ده وویل، د ګاونډي هېواد پاکستان څخه هم یو ۱۹کسیز روغتیايي ټیم راغلی، چې اوس په هوايي ډګر کې د ټپیانو په درملنه بوخت دی.

عبدالرحمان زاهد زیاته کړه چې له دې مخکې د ګاونډي هېواد ایران او د متحده عربي اماراتو روغتیايي ټیمونه هم راغلي، چې د زلزلې په سیمه کې د ټپیانو درملنه کوي.

نن د جون په ۲۵مه هم د خوست هوايي ډګر ته د پاکستان، عربي متحده اماراتو، ایران او قطر څخه په بیلابیلو هوايي پروازونو کې زلزله ځپلو سره د بیړنیو توکو مرستې راورسیدې، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې يې د خوست سپيرې او د پکتیکا ګیانې او برمل ولسوالیو ته د لیږد بهیر روان وو.

د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې د پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼې کورنۍ له سرپناه بې برخې شوې. دې زلزلې زیات زیان د پکتیکا د ګیان او برمل په ولسوالیو کې وو، چې له مالي زیانونو سربیره يې د دې دواړو ولسوالیو دوه نیم زره اوسیدونکو ته مرګ ژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG