د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخالفه ګوندونو د سیند بلدیاتي انتخاباتو کې د ټګۍ تور پورې کړی


په کراچۍ کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي رایې شماري - د جنورۍ ۱۵مې انځور.
په کراچۍ کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي رایې شماري - د جنورۍ ۱۵مې انځور.

په سیند کې ځینو ګوندونو د بلدیاتي انتخاباتو په دویم پړاو کې د درغلیو تورونه پورې کړې دي، خو واکمن پیپلز ګوند د بریا دعوه کړې ده.

د جنورۍ پر ۱۵مه د سیند په کراچۍ او حیدراباد ډېوېژنونو کې بلدیاتي انتخابات وشول او انتخاباتو کمېشن یې لا رسمي او وروستۍ پایلې نه دي خپرې کړې.

دا انتخابات د کراچۍ ډېوې‍‍‍‍ژن په اووه ضلعو، حیدراباد، دادو، ټنډو الله یار، ټنډو محمد خان، مټیاري او جامشورو کې وشول چې ورڅخه متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) پرېکون کړی وو. هغه ګوند پر نویو انتخاباتي حلقو اعتراض لري او همدا لامل وو چې په صوبه کې د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د انتخاباتو ځنډولو پرېکړه کړې وه او صوبايي حکومت د نویو حلقه بندیو امر هم لغوه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن د حکومت پر اعلان سربېره پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کولو اعلان وکړ.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جنورۍ ۱۵مې پر ماخوستن پر ټوېټر د بریا دعوه کړې ده.

د مخالفه ګوندونو تحریک انصاف او جماعت اسلامي مشرانو تور پورې کړی دی چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده.

د جماعت اسلامي د سیند صوبې مشر حافظ نعیم الرحمان د جنورۍ پر ۱۵مه شپې ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې ګوند یې زیاتې څوکۍ ګټلې دي خو "پیپلز ګوند د انتخاباتي کمېشن په مرسته درغلي" کړې ده. نوموړي د درغلۍ پرضد د احتجاج ګواښ وکړ.

په ورته وخت کې د تحریک انصاف د سیند صوبې مشر عمران اسماعیل هم په کراچۍ کې په خبري غونډه کې وویل چې په انتخاباتو کې د ټګۍ "ثبوتونه" لري خو وړاندې یې نه کړل.

اخوا د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې مخالفه ګوندونو لومړی د بلدیاتي انتخاباتو غوښتنه کوله خو چې اوس وشول نو د درغلۍ تورونه پورې کوي.

انتخاباتي کمېشن د ټګۍ د تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ټول انتخابات په شفافه او منصفانه توګه ترسره کوي.

د انتخاباتي کمېشن له ارقامو سره سم، په کراچۍ او حیدراباد ډېوېژنونو کې تر ۳۴ لکه زیات رجسټر ووټران ول.

په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.

د نومبر پر ۲۲مه انتخاباتي کمېشن په خپله پرېکړه کې ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه به د سيند په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې انتخابات کېږي.

کمېشن هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت، کورنيو چارو وزارت، او د سيند چيف سېکرټر او د پوليسو صوبايي مشر ته یې د امنيتي انتظاماتو لارښوونه کړې ده.

کمېشن د بلدياتي انتخاباتو دا پرېکړه د نومبر پر ۱۵مه محفوظه کړې وه چې د نومبر پر ۲۲مه یې واوروله.

XS
SM
MD
LG