د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند د ځینو ضلعو بلدیاتي انتخابات په څلورم ځل وځنډول شول


د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه هم د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډول شوي ول: انځور له ارشیفه
د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه هم د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډول شوي ول: انځور له ارشیفه

د سیند حکومت ویلي دي چې په کراچۍ، حیدراباد او دادو کې د جنورۍ پر ۱۵مه کېدونکي بلدیاتي انتخابات ځنډوي.

د سیند د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام مېمن د جنورۍ په ۱۲مه خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه د جنورۍ پر ۱۲مه د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د متحده قامي موومنټ له لوري پر حلقه بندیو تر نیوکو وروسته کړې ده.

ده وویل چې د ګوند مشر په دې اړه د سیند له اعلاوزیر او یوشمېر وزیرانو سره تر غونډې وروسته وویل چې غواړي د اتحادیانو غوښتنې په پام کې ونیسي او دا چې د کراچۍ د حلقه بندیو په اړه امر هم لغوه شوی دی.

ده زیاته کړه چې په دادو ضلع کې د سېلابي اوبو ډنډېدو له وجې یې د انتخاباتو ځنډولو لپاره انتخاباتي کمېشن ته لیک استولی دی.

شرجیل مېمن وړاندې وویل چې په حیدر اباد او دادو ضلعو کې به د جنورۍ پر ۱۵مه بلدیاتي ټاکنې ونه شي خو د سیند په نورو ټولو ضلعو کې به د ټاکلي مهال وېش مطابق پروسه پر مخ ولاړه شي.

د سیند په ۱۴ ضلعو کې تېر کال په جون کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو خو دا څلورم ځل دی چې د دویم پړاو انتخابات ځنډېږي. تر دې وړاندې د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډولي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ کې پاک سرزمین ګوند، متحده قامي موومنټ یا اېم کیو اېم او د فاروق ستار ډلې د یو ځای کېدو اعلان وکړ.

مخالفه ګوندونو جماعت اسلامي او تحریک انصاف د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه غندلې ده او پرضد یې عدالت ته د تګ تر څنګ د احتجاج ګواښ هم کړی دی.

د هغو ګوندونو مشرانو ادعا کړې چې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ د سيند حکومت په انتخاباتو کې د ماتې له ويرې نه غواړي بلدياتي انتخابات ژر وکړي خو د سيند حکومت دا تورونه رد کړي دي.

بلخوا د سېند های کورټ د جنورۍ پر ۱۲مه د اېم کیو اېم لخوا د بلدیاتي ټاکنو د ځنډولو درخواست رد کړی دی.

په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.

د نومبر پر ۲۲مه انتخاباتي کمېشن په خپله پرېکړه کې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه به د سيند په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې انتخابات کېږي.

کمېشن هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت، کورنيو چارو وزارت، او د سيند چيف سېکرټر او د پوليسو صوبايي مشر ته یې د امنيتي انتظاماتو لارښوونه کړې ده.

کمېشن د بلدياتي انتخاباتو دا پرېکړه د نومبر پر ۱۵مه محفوظه کړې وه چې د نومبر پر ۲۲مه یې واوروله.

XS
SM
MD
LG