د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمېشن: په سیند کې به بلدیاتي انتخابات د جنورۍ پر ۱۵مه کېږي


د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه هم د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډول شوي ول: انځور له ارشیفه
د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه هم د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډول شوي ول: انځور له ارشیفه

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د سیند حکومت هغه پرېکړه رد کړې ده چې بلدیاتي انتخابات له ۱۵مې جنورۍ وځنډوي.

د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ پر ۱۳مه ویلي چې په کراچۍ، دادو او حیدر اباد کې به پر ۱۵مه جنورۍ بلدیاتې ټاکنې وشي.

الېکشن کمېشن دا پرېکړه په اسلام اباد کې له یوې غونډې وروسته اعلان کړه او د کورنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه وکړه چې په انتهايي حساسو پولېنګ مرکزونو باندې دې د پوځ او رینجر ځواکونو سرتېري و ګوماري.

الېکشن کمېشن په خپله پرېکړه کې دا هم ویلي چې د جنورۍ ۱۵مې نېټې بلدیاتي انتخاباتو لپاره ټولې تیارۍ بشپړې شوې دي نو ځکه یې د ځنډولو جواز نه پیدا کېږي.

تر دې وړاندې د سیند حکومت د جنورۍ په ۱۲مه د یادو ټاکنو د ځنډولو اعلان کړی و. د سیند د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام مېمن د جنورۍ په ۱۲مه خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه د جنورۍ پر ۱۲مه د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د متحده قامي موومنټ له لوري پر حلقه بندیو تر نیوکو وروسته کړې ده.

د سیند په ۱۴ ضلعو کې تېر کال په جون کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو خو تر اوسه درې وارې د دویم پړاو انتخابات ځنډېلي دي.

تر دې وړاندې د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډول شوي وو.

د سیند حکومت ویلي دي چې په کراچۍ، حیدراباد او دادو کې د جنورۍ پر ۱۵مه کېدونکي بلدیاتي انتخابات ځنډوي.

شرجیل انعام مېمن خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه د جنورۍ پر ۱۲مه د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د متحده قامي موومنټ له لوري پر حلقه بندیو تر نیوکو وروسته کړې ده.

ده وویل چې د ګوند مشر په دې اړه د سیند له اعلاوزیر او یوشمېر وزیرانو سره تر غونډې وروسته وویل چې غواړي د اتحادیانو غوښتنې په پام کې ونیسي او دا چې د کراچۍ د حلقه بندیو په اړه امر هم لغوه شوی دی.

ده زیاته کړه چې په دادو ضلع کې د سېلابي اوبو ډنډېدو له وجې یې د انتخاباتو ځنډولو لپاره انتخاباتي کمېشن ته لیک استولی دی.

شرجیل مېمن وړاندې وویل چې په حیدر اباد او دادو ضلعو کې به د جنورۍ پر ۱۵مه بلدیاتي ټاکنې ونه شي خو د سیند په نورو ټولو ضلعو کې به د ټاکلي مهال وېش مطابق پروسه پر مخ ولاړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ کې پاک سرزمین ګوند، متحده قامي موومنټ یا اېم کیو اېم او د فاروق ستار ډلې د یو ځای کېدو اعلان وکړ.

مخالفه ګوندونو جماعت اسلامي او تحریک انصاف د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه غندلې ده او پرضد یې عدالت ته د تګ تر څنګ د احتجاج ګواښ هم کړی دی.

د هغو ګوندونو مشرانو ادعا کړې چې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ د سيند حکومت په انتخاباتو کې د ماتې له ويرې نه غواړي بلدياتي انتخابات ژر وکړي خو د سيند حکومت دا تورونه رد کړي دي.

بلخوا د سېند های کورټ د جنورۍ پر ۱۲مه د اېم کیو اېم لخوا د بلدیاتي ټاکنو د ځنډولو درخواست رد کړی دی.

په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.

د نومبر پر ۲۲مه انتخاباتي کمېشن په خپله پرېکړه کې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه به د سيند په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې انتخابات کېږي.

کمېشن هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت، کورنيو چارو وزارت، او د سيند چيف سېکرټر او د پوليسو صوبايي مشر ته یې د امنيتي انتظاماتو لارښوونه کړې ده.

کمېشن د بلدياتي انتخاباتو دا پرېکړه د نومبر پر ۱۵مه محفوظه کړې وه چې د نومبر پر ۲۲مه یې واوروله.

XS
SM
MD
LG