د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت کې ۶ پولیسان وژل شوي دي


د بنو پولیس په ښار کې تر برید وروسته د پهرې پر مهال - پخوانی انځور
د بنو پولیس په ښار کې تر برید وروسته د پهرې پر مهال - پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پر پولیسو په وسلوال برید کې د یو افسر په ګډون شپږ سرتېري وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند شاهد حمید مشال راډیو ته وویل، پېښه د نومبر پر ۱۶مه سهار په شهابخېلو سیمه کې شوې ده.

د ده په خبره، وسلوال چې وار له مخه پټ ناست ول، د عباسي څوکۍ د ګزمې پر ګاډي یې ډزې وکړې او پولیسان یې ووژل.

حمید زیاتوي چې تر پېښې وروسته په سیمه کې د وسلوالو لټون عملیات پیل شوي دي خو لا یې څوک نیولي نه دي.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه واري منلې.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان برید غندلی دی او له پولیس چارواکو یې بشپړ رپورټ غوښتی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په لکي مروت کې د وژل شویو پولیسانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي دي چې حکومت یې د "ترهګرو ضد ټول ممکن اقدامات" کوي.

د قامي اسمبلۍ پر رسمي ټوېټرپاڼه راغلي چې سپیکر راجا پروېز اشرف او مرستیال یې زاهد دراني هم پر پېښه ژور خپګان ښوولی دی او له حکومته یې "د ترهګرۍ مخنیوي" لپاره د کوټلیو اقداماتو غوښتنه کړې.

په لکي مروت کې برید پر داسې مهال شوی دی چې د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد.

اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان دواړه وايي چې اوربند برقرار دی خو په وروستیو کې د پاکستان پوځ وايي د هغې ډلې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او داراز، هغې ډلې هم پر امنیتي ځواکونو یوشمېر بریدونه کړي دي.

د قبایلي ضلعو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي پرمهال لسګونه بریدونه وشول چې پکې د زیاترو ذمه واري هېڅ وسلوالې ډلې نه ده منلې خو د ځینو مسوولیت یې تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی وو.

د ناامنۍ ضد د هغې صوبې په زیاتره برخو کې پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې شوې دي او دوام لري.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونو ویلي دي چې د ناامنۍ ضد اقدامات کوي او وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

د وسلوالو ضد د پولیسو ځانګړی ځواک

په همدې حال کې د خيبر پښتونخوا په سوات کې د امنیت ټینګولو لپاره د "ابابیل ځواک" په نوم د پوليسو ځانګړي سرتېري په کار ګومارل شوي دي.

د سوات د پولیسو یو مشر اېس اېس پي ارشد خان د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو نوي ځواک سرتېرو ته یې ځانګړې روزنه ورکړې او هغوی به د پېښو پر مهال چټک غبرګون ښيي او پر موټرسایکلونو به د پېښې ځای ته ځانونه رسوي.

نوموړي زياته کړه، په سوات کې "امنیت یو ځل بیا ټینګ" شوی او د لا ښه کېدو لپاره به یې د پولیسو هغه نوې ډلګۍ خپل خدمات وړاندې کوي.

په سوات کې د "ابابیل ځواک" مشر نیاز علي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، تر دا مهاله د پولیسو ۳۰ هغه سرتېري په هغه ځواک کې شامل دي چې کارکردګي یې "تر ټولو ښه" ده.

دا تر هغې وروسته ده چې په تېرو څو میاشتو کې له سواته داسې راپورونه راغلي ول چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان یو وار بیا سر پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG