د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروسږکال قبایلو کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې: بشري حقونو کمېشن


د شمالي وزیرستان په میرلي کې تر چاودنې وروسته ګاډي اور اخیستی - د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
د شمالي وزیرستان په میرلي کې تر چاودنې وروسته ګاډي اور اخیستی - د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن ویلي دي چې پروسږکال (۲۰۲۰ز کال) په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې خو د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د ترهګرۍ کچه ټیټه وه.

د بشري حقونو کمېشن د جون پر ۲۳مه په خپل رپورټ کې د امنیت، جمهوریت، کورونا وایرس جهاني وبا او د اساسي انساني حقونو په ګډون د یو شمېر موضوعاتو جاج اخیستی دی.

وسله وال بریدونه

په رپورټ کې راغلي چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې په وسله والو او هدفي بریدونو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. کمېشن په ځانګړي ډول په قبایلي ضلعو کې د حملو زیاتېدو یادونه کړې ده.

بشري حقونو کمېشن وايي، قانون پلي کوونکې ادارې په شاوخوا ټولو بریدونو کې د ککړو کسانو په نیولو کې پاتې راغلې خو ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او مومندو کې لږ تر لږه ۱۴ مشکوک وسله وال ووژل چې پکې درې د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسله وال ول.

په رپورټ کې راغلي چې وسله والو هم تېر کال په پېښور، چارسده، دیر او شمالي وزیرستان کې پر پولیسو یوشمېر بریدونه وکړل چې پکې لږ تر لږه اته سرتېري ووژل شول.

د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو د بشري حقونو د کمېشن د کلني رپورټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي البته پوځ او د قبایلي ضلعو انتظامي چارواکو د پروسږکال په اوږدو کې د وسله والو ډلو پرضد د عملیاتو د دوام او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ تکراراوه او دریځ لري چې د پخوا پرتله په هغو سیمو کې امنیتي وضع خورا ښه شوې.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې کلنۍ خبري غونډې ته په وینا کې دعوه کړې وه چې اوسمهال په هېواد کې هېڅ وسله واله ډله تنظیمي جوړښت نه لري.

نوموړي همداراز ویلي ول چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د عملیاتو پر مهاله سلګونه وسله وال ووژل، تر ۱،۱۰۰ زیات یې ونیول او د یوې "جامع کړنلارې" په وسیله یې د ټولو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړ.

د ولسواکۍ حالت

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په کلني رپورټ کې د هېواد پر کچ د جمهوریت د صورتحال شننه هم کړې او وايي چې تېر کال په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ادارو په اړه د ترمیمي قانوني مسودې پر منظورېدو سربېره هلته انتخابات و نه شول.

په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې خپله څلور کلنه موده پوره کړه او له قانون سره سم باید هلته انتخابات شوي وای، خو د بشري حقونو کمېشن وايي، د ټاکنو نه کېدل د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتي قانون او همداراز د ۱۸م اییني ترمیم سرغړونه وه.

د بشري حقونو کمېشن وايي، د نوي قانون پر منظورېدو سربېره په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي ټاکنې و نه شوې - د ارشیف انځور
د بشري حقونو کمېشن وايي، د نوي قانون پر منظورېدو سربېره په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي ټاکنې و نه شوې - د ارشیف انځور

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د بلدیاتي انتخاباتو د ځنډېدو درې مهم لاملونه ول.

"صوبايي حکومت په بلدیاتي نظام کې د تبدیلۍ اراده لرله او تاسې ولیدل چې د [بلدیاتي حکومت قانون] یې مکمل [بدل] هم کړ. نو یوه یې دا وجه وه، بله دا چې د کورونا [وایرس وبا] راغلله او تر دې مخکې صوبايي حکومت یو ارډیننس [منظور] کړی وو چې په هغې کې یې ویلي ول چې الېکشن کمېشن تر دوو کلونو پورې انتخابات نه شي کولای."

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د بلدیاتي حکومت په قانون کې ترمیم وکړ او د بلدیاتي ادارو جوړښت بدلولو ترڅنګ یې د نویو حلقه بندیو اعلان هم وکړ.

د بشري حقونو کمېشن وايي، انتخاباتي کمېشن د بلدیاتي ادارو په اړه د ارډیننس مخالفت وکړ ځکه چې په هغې کې راغلي ول چې د بلدیاتي حکومت د وخت تر پوره کېدو وروسته به د درو میاشتو پر ځای په دوو کلونو کې ټاکنې کوي. صوبايي حکومت ویلي ول چې دا کار ځکه کوي چې نوې حلقې جوړېدل زیات وخت ته اړتیا لري.

د الېکشن کمېشن خپلې تیاریانې جاري دي
سهېل احمد

د بشري حقونو کمېشن وايي، صوبايي حکومت په جولای کې د بلدیاتي ادارو په اړه قانون منظور کړ چې پکې یې د تحصیلونو شوراګانو (تحصیل کونسلونو) ته زیات واک ورکړ. له رپورټ سره سم، صوبايي حکومت پر قانوني مسودې د بحث پر ځای په بیړه منظوره کړه چې اپوزیشن ورباندې انتقاد وکړ. خو حکومت د خپل اقدام دفاع وکړه او ویې ویل چې د تحصیلونو شورا ګانو واکمنول اړین ول چې هغوی په ازاد مټ د شخصي کورونو جوړولو پروژې عملي کړای شي.

تر دې وروسته، د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په پای کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر اعلان وکړ چې د همدې کال په سېپټېمبر کې بلدیاتي انتخابات کوي.

د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد وايي، تر اوسه د ټاکنو نېټه نه ده اعلان شوې.

"د تاریخ په حواله څه خبره نه ده شوې خو د [لوړې سطح] په غونډه کې د صوبايي حکومت [چارواکي] او د الېکشن کمېشن افسران موجود ول او [حکومت دا ډاډ] ورکړ چې په سېپټېمبر یا اکتوبر کې به [انتخابات وشي.] تر هغو چې د تیاریانو خبره ده نو د الېکشن کمېشن خپلې تیاریانې جاري دي."

سهېل احمد زیاته کړه چې انتخاباتي کمېشن په سېپټېمبر او اکتوبر کې بلدیاتي انتخابات کولای شي.

په عین حال کې د بلدیاتي حکومت چارو صوبايي وزارت د جون پر ۲۳مه وویل چې ښايي بلدیاتي انتخابات په اکتوبر کې وشي.

د کورونا وایرس جهاني وبا

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په کلني رپورټ کې لیکلي چې د کورونا وایرس جهاني وبا د هېواد پر وګړو او د هغوی پر ژوند لوی اثر کړی دی. رپورټ وايي، د وبا له وجې د کارخانو او شخصي ادارو لکونه خلک بېروزګاره شول.

رپورټ وايي، "وبا پر تعلیمي ادارو لوی ګوزار وکړ" ځکه چې زده کوونکي انلاین زده کړو ته اړ شول. د کمېشن په خبره، تر ټولو زیات زیان د خیبر پښتونخوا، قبایلو او ګلګت بلتستان زده کوونکو ته ورسېد ځکه چې په هغو سیمو کې کم خلک انټرنېټ ته لاسرسی لري.

د بشري حقونو کمېشن وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د خیبر پښتونخوا زده کوونکي تر ټولو زیات زیانمن شول - د ارشیف انځور
د بشري حقونو کمېشن وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د خیبر پښتونخوا زده کوونکي تر ټولو زیات زیانمن شول - د ارشیف انځور

خو د پاکستان او خیبر پښتونخوا حکومتونو تېر کال د زده کوونکو لپاره د ټېلېوېژن او راډیو له لارې د زده کړو او همداراز، فاصلاتي تعلیمي نظام پیل کړ. د خیبر پښتونخوا تعلیم اداره وايي، استادان انټرنېټ ته د لاسرسي نه لرونکو سیمو زده کوونکو ته په کور کې د سبق ویلو لپاره کار سپاري او په دې توګه د زده کړو بهیر ته دوام ورکوي.

کووېډ-۱۹ وبا پر تعلیمي ادارو لوی ګوزار وکړ
د بشري حقونو کمېشن

د بشري حقونو کمېشن البته تېر کال د سیند حکومت هغه لنډمهالی قانون یو مثبت پرمختګ بللی چې ورسره سم، د کارګرانو، مزدورانو، د کرایې په کورونو کې اوسېدونکو او ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو له میندو او پلرونو سره د مرستې ژمنه شوې ده.

کمېشن همداراز، د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره د وفاق او صوبو پر کچ د خلکو پر تګ راتګ د محدودیتونو ستاینه هم کړې.

د پاکستان وفاقي حکومت د جهاني وبا په پیلېدو له مزدورانو او بې وزله خلکو سره د نغدو مرستو لپاره ۲۰۰ اربه روپۍ بېلې کړې او د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال په بودیجه کې یې هم د وبا مخنیوي په ګډون د نورو طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې په موخه د ۱۰۰ اربه روپیو د ځانګړي کولو وړاندیز کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG