د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سېپټمبره وړاندې بلدیاتي انتخابات نشو کولی: سلطان محمد خان


د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان وايي دوی بلدیاتي انتخابات د روان کال له سپټمبره وړاندې نشې کولای.
د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان وايي دوی بلدیاتي انتخابات د روان کال له سپټمبره وړاندې نشې کولای.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې بلدیاتي ټاکنې په مرحله واره توګه د کولو لړ کې په سپریم کورټ کې درخواست جمع کړی دی.

د انتخاباتي کمیشن په درخواست کې په خیبرپښتونخوا کې په اپریل او مې میاشتو کې د بلدیاتي انتخاباتو خبره شوې خو د خیبرپښتونخوا حکومت وايي چې دوی د کورونا وبا، په ځینو ځایونو کې د حلقه بندیو نه کېدو او وسایلو له وجې دا انتخابات په یوه ورځ او په سپټمبر میاشت کې کول غواړي.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان وايي چې دوی بلدیاتي انتخابات په مرحلو کې نه بلکې په یوه ورځ کول غواړي او د کورونا وبا په خاطر په صوبه کې د روان کال له سپټمبره وړاندې بلدیاتي ټاکنې نشې کولای.

نوموړي د فبرورۍ پر شپږمه مشال رېډيو ته له هغې وروسته دا خبره وکړه چې د پاکستان انتخاباتي کمیشن سپریم کورټ ته په یو لیک په خیبرپښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړۍ مرحله د اپریل په اتمه او دویمه د مۍ پر ۲۹مې د کولو ویلي دي. سلطان محمد خان زیاته کړه چې کابینې د بلدیاتي ټاکنو لپاره د سپټمبر د ۱۵ مې نیټې منظوري ورکړې او په ځینو ځایونو کې د حلقه بندیو نه کېدو او د کورونا وبا له وجې به په راتلونکیو څو میاشتو کې دا انتخابات کول ګرانه شي.

"صوبايي حکومت بلدیاتي انتخابات کول غواړي خو دا هر څه په سمه طریقه غواړي. کورونا وبا ده او دویمه څپه یې زیاته ده نو موږ غوښتل چې موسم به ګرم شي او کورونا به لږه کمه شي نو بیا به یې وکړو. په مرحله واره توګه بلدیاتي انتخاباتو په اړه د بلدیاتو وزیر عمر ایوب انتخاباتي کمېشن ته ویلي ول چې که په پنجاب کې کېږي نو هغه به سمه ځکه وې چې د هغې صوبې رقبه زیاته ده او خیبرپښتونخوا د هغې په نسبت وړه صوبه ده نو دلته په مرحله واره توګه انتخابات به صحیح نه وي. او بله دلته لا پوره حلقه بندي هم نه ده شوې، په پيښور کې لا پاتې ده نو بیا دومره ژر د نیټې ټاکل به سم نه وي."

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر دریمه په سپریم کورټ کې په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو د تاریخونو په اړه درخواستونه جمع کړل. په خیبرپښتونخوا کې د انتخاباتي کمیشن ویاند سهیل احمد بیا مشال رېډیو ته وویل چې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره د حلقه بندیو په ګډون تیاریانې شوي دي خو په مرحله واره توګه د کولو او د نیټې په اړه به د سپریم کورټ تر پریکړې وروسته نور اقدامات کېږي.

" الیکشن کمېشن په سپریم کورټ کې په مرحله واره توګه د بلدیاتي انتخاباتو د کولو په اړه درخواست جمع کړی دی. په مرحله واره توګه د اتخاباتو کولو طریقه کار دا دی چې په ځینو ضلعو کې په یو مرحله کې او په ځینو کې په بله کې وشي، یا په تحصیلونو کې په یو ورځ او په ویلیج یا کلي او نیبرهوډ کونسل کې به په بله ورځ وشي. د پېښور په حلقه بندۍ کار روان دی او د راتلونکې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به سر ته ورسي."

په خیبرپښتونخوا کې اپوزیشن ګوندونه د تیرې څه مودې راهیسي دا تورونه لګوي چې د خیبرپښتونخوا حکومت په بلدیاتي انتخاباتو کولو کې سنجیده نه ښکاري. د بلدیاتو پخواني وزیر او د متحده مجلس عمل ګوند غړي عنایت الله مشال رېډیو ته وویل چې د صوبايي حکومت لخوا د بلدیاتي ټاکنو نیټو له وروسته کولو داسې ښکاري چې دوی د بلدیاتي انتخاباتو له لارې په لاندې کچې ولس ته اختیارات ورکول نه غواړي:

"موجوده حکومت ته معلومه ده چې دوی به په بلدیاتي انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ترلاسه نه کړي نو ځکه ورله نیټې وروسته کوي."

تېر ځل په خېبر پښتونخوا کي بلدیاتي انتخابات په ۲۰۱۵م کي د مې په ۳۱مه نېټه شوي وو او په اګست ۲۰۱۹م کي د دغو بلدیاتي حکومتونو موده پایې ته رسېدلې وه. خو بلدیاتي ټاکنې لومړی د بلدیاتي نظام لپاره د نوي قانون سازۍ او بیا د کورونا وایرس د وبا په وجه وځنډېدې. د انتخاباتي کمیشن ترمخه، دا ځل به بلدیاتي انتخابات په قبايلي ضلعو کې هم کېږي.

XS
SM
MD
LG