د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د تحریک انصاف لاریونوال دې راولپېنډۍ ته ځانونه ورسوي


د تحریک انصاف غړو او پلویانو د حکومت ضد لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل کړی وو.
د تحریک انصاف غړو او پلویانو د حکومت ضد لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل کړی وو.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان خپلو پلويانو ته د نومبر پر ۲۶مه راولپېنډۍ ته د رسېدو غږ کړي دي.

عمران خان د نومبر پر ۱۹مه د حکومت ضد لاريون پرمهال خپلو پلويانو ته په ویډیويي وينا کې وويل چې د ده ژوند اوس هم له خطر سره مخامخ دی خو پر دې سربېره پېنډۍ ته ځان رسوي. "زه ټول قام ته دعوت ورکوم چې د نومبر پر ۲۶مه د يوې او دوو بجو په مینځ کې پېنډۍ ته د ځان رسولو کوښښ وکړي."

د تحریک انصاف مشر خپلو پلویانو ته په وینا کې زیاته کړه چې "له اوسني سیاسي بحرانه" د وتلو يوازينۍ لاره "شفافې ټاکنې" دي.

دا هغه غوښتنه ده چې عمران خان په اپرېل کې د وزیراعظمۍ له دندې څخه له ګوښه کېدو راهیسې په بیا بیا کړې ده خو حکومت وايي، انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې له ټاکلي وخت سره سم کېږي.

د عمران خان په مشرۍ د حکومت ضد لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پيل شوی چې دا وخت پېنډۍ ته نېږدې وړوکي ښار روات ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۰مه په اسلام های کورټ کې د تحریک انصاف د لاریون په اړه د قضیې اورېدنه وشوه. د دې لامل دا دی چې د پاکستان وفاقي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې لاریونوال اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي. تحریک انصاف ګوند د حکومتي پرېکړې ضد په اسلام اباد های کورټ کې مقدمه دایره کړه.

پولیسو د اورېدنې پر مهال عدالت ته وویل چې احتجاجیان د عامه نظم ګډوډولو او ودانیو ته د زیان رسولو له وېرې اسلام اباد ته نه پرېږدي خو عدالت ورته وویل چې پولیس د عامه نظم ساتلو ذمه وار دي او هغه لارې دې په ډاګه کړي چې ورباندې لاریونوال اسلام اباد ته داخل شي. تر دې وروسته عدالت د قضیې اورېدنه د نومبر تر ۲۲مې وځنډوله.

حکومتي دریځ

اخوا د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر اعلان اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې که د نوموړي موخه واقعي "حقيقي ازادي" او د جمهوریت وده ده نو راتلونکې اوونۍ یې ولې د تحریک انصاف پلویانو ته په راولپېنډۍ کې د ورغونډېدو لارښوونه کړې ده؟

نوموړي د نومبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې د نومبر پر ۲۶مه هغه ښار ته د عمران خان د ورتګ مقصد د پوځ د نوي مشر د تقررۍ د اييني او قانوني عمل لانجمنول او ورباندې سياست کول دي.

بلاول بوټو زرداري زياته کړه چې عمران خان غواړي هېواد يو ځل بيا د امريت پر لوري یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده د نومبر په پای کې پوره کېږي.

د دفاعي چارو وفاقي وزير خواجه اصف په وروستیو کې ويلي ول چې حکومت د نومبر له ۲۱مې څخه د پوځ د نوي مشر د ټاکلو بهیر پیلوي.

XS
SM
MD
LG