د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: نواز شريف او شهباز شريف د پوځ د نوي مشر ټاکلو په اړه مشاورت کړی


په لندن کې د شهباز شریف او نواز شریف تر منځ په ملاقات کې د پوځ د نوي مشر ټاکلو اړوند سلا مشوره شوې: انځور له ارشیفه
په لندن کې د شهباز شریف او نواز شریف تر منځ په ملاقات کې د پوځ د نوي مشر ټاکلو اړوند سلا مشوره شوې: انځور له ارشیفه

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې په لندن کې د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د ورور نواز شریف تر منځ په ملاقات کې د پوځ د نوي مشر د تقررۍ په اړه مشاورت ضرور شوی خو پریکړه تر اوسه نه ده شوی.

خواجه اصف د نومبر پر ۱۱مه پر ټویټر پاڼه په بیان کې لیکلي چې په لندن کې د وزیراعظم شهباز شریف او د مسلم لیګ نون د رهبر نواز شریف تر منځ په ملاقات کې په دې معامله خبرې شوي خو وروستۍ پریکړه به له اییني عمل پیلېدو وروسته په مشاورت سره ترسره کېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې په پاکستاني رسنیو کې د پوځ د نوي مشر د تقررۍ په اړه ګنګوسې خپرې دي چې د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د ورور نواز شریف تر منځ په ملاقات کې څه مهمه پریکړه شوی ده.

په عین حال کې د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې وزیراعظم به د پاکستان د دفاع او د پوځ اعلی مسلکي معیار برقرار ساتلو ته په پام سره د پوځ د نوي مشر تقرري کوي. نوموړي وویل چې دا معامله د سیاسي بنیاد پر ځای باید په مسلکي ډول ترسره شي او په دې لړ کې باید له ګنګوسو خپرولو څخه ډډه وشي.

تر هغې مخکې د تحریک انصاف مشر عمران خان پرون( د نومبر پر ۱۱مه) د حکومت خلاف د لانګ مارچ ګډونوالو ته د ویډيو لینک له لارې په وینا کې د شهباز شریف د لندن پر دوره نیوکې وکړې او ویې ویل چې د پوځ د مشر انتخاب باید د میریټ (وړتیا) په بنیاد وشي. نوموړي تور پورې کړ، نواز شریف به غواړي، هغه څوک د پوځ مشر شي چې د هغه ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کاري موده د نومبر پر ۲۹مه پای ته رسېږي.

.د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کار موده د نومبر پر ۲۹مه پوره کېږي
.د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کار موده د نومبر پر ۲۹مه پوره کېږي

په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت دريځ لري چې د ايين او قانون مطابق به په ټاکل شوې نېټه د پوځ نوي مشر اعلانوي. خو په همدې حال کې د حکومت مخالفه ګوند، پاکستان تحريک انصاف د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ پيل کړی. عمران خان د جنرال باجوه د نوم په اخیستو ويلي دي چې پوځ په سياست کې ګوتې وهي او د شهباز شريف په مشرۍ د ايتلافي حکومت ملاتړ کوي. پوځ دا تور رد کړی دی.

د سياسي چارو ځيني شنونکي وايي د عمران خان ګوند لخوا لاريون د پوځ نوي مشر متنازعه جوړول دي خو ځيني دې سره اتفاق نه کوي او وايي د پوځ نوي مشر ټاکنه به په خپل وخت وشي.

جنرال باجوه د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۲۹مه د پوځ مشر ټاکل شوی وو چې وروسته د عمران خان د وزيراعظمۍ پرمهال يې د کار موده د دريو کالو لپاره وغځول وشوه. سپريم کورټ ويلي وو چې د پوځ مشر د کار مودې غځولو لپاره دې قانون سازي وشي. پارليمان په دې اړه بيل منظور کړ. د پوځ وياندانو ويلي چې جنرال باجوه د روان کال د نومبر له ۲۹مې اخوا نور د کاري مودې غځيدل نه غواړي.

XS
SM
MD
LG