د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د پاکستان لپاره د حفاظتي دېوال په څېر دي: مفتي عبدالشکور


په کندهار کې افغان ځانګړي ځواکونه د طالبانو پر ضد د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۲‍۱ز کال د جولای ۱۳مې انځور.
په کندهار کې افغان ځانګړي ځواکونه د طالبانو پر ضد د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۲‍۱ز کال د جولای ۱۳مې انځور.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د متحده مجلس عمل یو غړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د پاکستان په ګټه ده.

د جولای پر ۱۲مه د قامي اسمبلۍ د غونډې پر مهال د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړي مفتي عبدالشکور وويل چې په افغانستان کې وسله وال طالبان "د پاکستان لپاره د حفاظتي دېوال" کردار لوبوي.

د ده په خبره، "اسلامي امارت او طالبان چې په افغانستان کې څه کوي زما په اند هغوی دا هر څه د پاکستان لپاره کوي."

شکور پوښتنه وکړه چې "ایا د اشرف غني، حامد کرزي او عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې افغانستان د پاکستان ښه ګاونډی وو او که د ملا عمر طالبان د پاکستان ښه دوستان کېدای شي؟"

ده وویل، "ښکاره خبره ده چې طالبان د پاکستان ښه ملګري دي."

شکور په دې لړ کې د طالبانو د واکمنۍ د وخت مثال ورکړ او ویې ویل چې هغه مهال د پاکستان سرتېري له افغانستان سره پر پوله نه ول ځای پر ځای شوي خو اوس ګڼ پوځیان هلته امنیتي چارې پرمخ وړي.

افغان حکومت د شکور د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پارلېمان یوه غړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له یوې مودې راهیسې د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان په جګړه کې د هېڅ ډلې پلوي نه کوي او خپله خاوره د افغانستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو د ۱۹۹۶ز کال په سېپټېمبر کې کابل ونیوه او تر ۲۰۰۱ز کال پورې پر افغانستان واکمن ول. د ۲۰۰۱ز کال په سېپټېمبر کې پر امریکا تر بریدونو وروسته واشنګټن نړیوال اېتلاف جوړ کړ او په افغانستان کې یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړه چې پکې د طالبانو نظام ړنګ شو او په ۲۰۰۴ز کال کې د جمهوري منتخب ولسمشر حامد کرزي واکمني پیل شوه.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن نورو غړو د مفتي شکور له نظر سره اختلاف کړی دی.

د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ غونډې ته وویل، که د پاکستان د طالبانو واکمني خوښه وي نو "ولې اسلام اباد ورته نه سپاري؟"

ده تور پورې کړ چې وسله وال په پاکستان کې "منظمېږي او بیا افغانستان ته د جګړې لپاره لېږدول کېږي."

دا هغه تور دی چې اسلام اباد په بیا بیا رد کړی دی او وايي، د افغانستان سوله او ثبات یې په ګټه ده.

غونډې ته د مسلم لیګ (ن) یوه سیاستوال خواجه اصف وویل، "وخت او حالاتو ثابته کړې" چې د افغانستان په اړه د پاکستان "تګلاره ناکامه وه."

ده اندېښنه وښوده چې که په افغانستان کې حالات خرابېږي نو پر پاکستان به یې هم اغېز وي او اسلام اباد به یې بیا د "زغملو" توان و نه لري.

اصف زیاته کړه چې د افغانستان د راتلونکې پرېکړه به "افغان ولس کوي، موږ به یې نه کوو."

د پاکستان د پارلېمان غړو د افغانستان پر امنیتي حالاتو بحث پر داسې وخت کې کړی چې په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی او افغان حکومت او طالبان یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG