د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو جرګګۍ دې د عمران خان تورونه وپلټي


شهباز شریف وايي، عمران خان دې د خپلو تورونو ثبوت وړاندې کړي - پخوانی انځور.
شهباز شریف وايي، عمران خان دې د خپلو تورونو ثبوت وړاندې کړي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سپریم کورټ له مشر قاضي غوښتي چې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د تورونو پلټنو لپاره د هغه عدالت د ټولو قاضیانو کمېشن جوړ کړي.

نوموړي د نومبر پر پینځمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل، د ټولو قاضیانو کمېشن (فول کورټ کمېشن) په اړه به لیک ژر مشر قاضي ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد د لاریون پر مهال په ډزو کې ژوبل شو. هغه ګوند پر هم هغه ورځ دعوه وکړه چې په برید کې شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پوځ یو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر شریک کړي.

خان د نومبر پر څلورمه د لاهور له روغتونه په ویډیويي وینا کې دعوه وکړه چې د حکومت ضد لاریون تر پیلولو مخکې یې د "وژلو" پلان او سازش شوی وو. ده د خپلې دعوې ثبوت وړاندې نه کړ خو د وزیراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د پوځي افسر نومونه یې یاد کړل چې په وینا یې ورباندې په حمله کې ککړ دي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر څلورمې پر ماښام په بیان کې د تحریک انصاف او د عمران خان تورونه "بې بنیاده" وبلل او رد یې کړل. پوځ وویل چې پر ادارې او "په ځانګړي ډول، د پوځ پر یوه لوړپوړي افسر" د خان تورونه "بې مسوولیته" دي او هېڅ د منلو نه دي.

وزیراعظم شهباز شریف په خپله خبري غونډه کې د عمران خان پر تورونو د "خپګان" څرګندونه وکړه او هغه یې درواغ وبلل.

شریف وویل، په پنجاب کې د تحریک انصاف او د هغوی پلویان واکمن دي، نو د لاریون په امنیت کې د نیمګړتیا او ورباندې د ډزو د پېښې پوښتنه باید له صوبايي حکومته وشي.

د ده په خبره، که پنجاب د عمران خان په مشرۍ د حکومت ضد لاریون امنیت نه شو ساتلای، نو له وفاقه به یې مرسته غوښتې وای.

وزیراعظم شهباز شریف په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې عمران خان دې د خپلو دعوو په اړه ولس ته ثبوتونه وړاندې کړي او که د وژلو سازش تور یې ثابت کړای شو، نو بیا دی د "وزیراعظمۍ پر څوکۍ د پاتې کېدو حق نه لري."

پاکستان کې د عمران خان پر لاریون د ډزو ضد پراخې مظاهرې شوې دي - د نومبر څلورمې انځور.
پاکستان کې د عمران خان پر لاریون د ډزو ضد پراخې مظاهرې شوې دي - د نومبر څلورمې انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف دا خبري غونډه پر داسې مهال کړې چې د نومبر پر پینځمه هم د تحریک انصاف ګوند پلویانو او سیاستوالانو د عمران خان پر لاریون د ډزو پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی وو.

د ګوند غړو او پلویانو په پېښور، کوټه، لاهور، کراچۍ، د اسلام اباد او راولپېنډۍ ترمینځ فیض اباد او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د تحریک انصاف عمومي سېکرټر اسد عمر د لاهور په لېبرټي څلورلاره کې په وینا کې وویل چې عمران خان د هېواد لپاره پیاوړی پوځي غواړي او له نړیوالو رسنیو سره یې په مرکو کې د ریاستي ادارو دفاع کړې ده.

د هغه ګوند یو بل لوړپوړي سیاستوال شاه محمود قریشي په خپلو خبرو کې پر عمران خان د برید په تړاو د هغو کسانو ضد د رپورټ دایرولو غوښتنه وکړه چې ګوند یې یادونه کړې ده.

د پنجاب صوبايي حکومت ویلي دي چې په برید کې یې د ککړتیا په تور یو کس نیولی دی او پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې له ګوجراوالې سره نېږدې په وزیراباد کې تر برید وروسته وځنډېد.

خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

XS
SM
MD
LG