د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې تر بلدیاتي انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی


د جنورۍ پر ۱۵مه په کراچۍ کې یوشمېر کسان د ووټ ورکونې مرکز مخې ته ولاړ دي.
د جنورۍ پر ۱۵مه په کراچۍ کې یوشمېر کسان د ووټ ورکونې مرکز مخې ته ولاړ دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن له پرېکړې سره سم، د سیند په حیدراباد او کراچۍ ډېوېژنونو کې خلکو د بلدیاتي ادارو چارواکو ټاکلو لپاره رایې وکارولې.

د جنورۍ پر ۱۵مه ماښام د ووټونو اچولو تر بهیر وروسته رایه شمېرنه روانه ده.

انتخابات په داسې حال کې وشول چې تر دې درې ورځې مخکې د سیند صوبايي حکومت په کراچۍ، حیدراباد او دادو کې د بلدیاتي انتخاباتو ځنډولو اعلان کړی وو. خو انتخاباتي کمېشن د جنورۍ پر ۱۳مه د سیند حکومت پرېکړه رد کړه او و یې ویل چې انتخابات پر ټاکلې نېټه کوي.

کمېشن په اسلام اباد کې تر غونډې وروسته د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې له امنیتي پلوه له خورا حساسو پولېنګ مرکزونو سره دې د پوځ او رېنجرز ځواک سرتېري ځای پر ځای کړي.

د جنورۍ پر ۱۵مه د کراچۍ په اووه ضلعو، حیدراباد، دادو، ټنډو الله یار، ټنډو محمد خان، مټیاري او جامشورو کې د رایې اچونې بهیر د سهار پر اته بجو پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو

متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) د جنورۍ پر ۱۴مه شپې ناوخته له انتخاباتو پرېکون (بایکاټ) اعلان کړ. هغه ګوند پر نویو انتخاباتي حلقو اعتراض لري او همدا لامل وو چې په صوبه کې د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د انتخاباتو ځنډولو پرېکړه کړې وه او صوبايي حکومت د نویو حلقه بندیو امر هم لغوه کړی وو.

بلاول بوټو زرداري له اېم کیو اېمه وغوښتل چې په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي.

په کراچۍ کې یو کس د بلدیاتي ادارو استازو ټاکلو لپاره رایه کاروي - د جنورۍ ۱۵مې انځو.
په کراچۍ کې یو کس د بلدیاتي ادارو استازو ټاکلو لپاره رایه کاروي - د جنورۍ ۱۵مې انځو.

د انتخاباتي کمېشن له ارقامو سره سم، په کراچۍ او حیدراباد ډېوېژنونو کې تر ۳۴ لکه زیات رجسټر ووټران دي.

په ټولو ضلعو کې خلکو د بلدیاتي ادارو د مشرانو تر څنګ د ښځو، کارګرانو، لږکیو او ځوانانو استازو لپاره هم رایې وکارولې.

په کراچۍ کې د نرښځیو او معذورانو لپاره هم په بلدیاتي حکومت کې دوه، دوه څوکۍ ځانګړې شوې دي چې ورباندې ووټ اچول کېږي.

په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.

د نومبر پر ۲۲مه انتخاباتي کمېشن په خپله پرېکړه کې ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه به د سيند په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې انتخابات کېږي.

کمېشن هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت، کورنيو چارو وزارت، او د سيند چيف سېکرټر او د پوليسو صوبايي مشر ته یې د امنيتي انتظاماتو لارښوونه کړې ده.

کمېشن د بلدياتي انتخاباتو دا پرېکړه د نومبر پر ۱۵مه محفوظه کړې وه چې د نومبر پر ۲۲مه یې واوروله.

XS
SM
MD
LG