د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې درې ورځنۍ مشورتي لویه جرګه روانه ده


مشورتي لویه جرګه کې د بندیانو پر خوشې کولو بحث کېږي
مشورتي لویه جرګه کې د بندیانو پر خوشې کولو بحث کېږي

په افغانستان کې د سولې بهیر پر مخ بیولو او د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پر موضوع درې ورځنۍ مشورتي لویه جرګه روانه ده.

د اګست پر اوومه په کابل کې دا جرګه تر هغې وروسته پیل شوه چې افغان ولسمشر اشرف غني د جولای پر ۳۱مه د لوی اختر په مناسبت په پیغام کې وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري نو ځکه په دې اړه مشورتي لویه جرګه جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې امریکايي سفارت او د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزد د مشورتي لویې جرګې ملاتړ کړی او وايي، د مثبتو پایلو په هیله دي.

طالبانو او د ولسي جرګې مشر د جرګې جوړېدو مخالفت کړی.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهېل شاهین د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وویل، ۴۰۰ زندانیان باید د سولې د مستقیمو خبرو ژر پیل په موخه له جرګې جوړولو پرته خوشې شوي وای.

د مشورتي لویې جرګې ویاند غفور احمد جاوېد وايي، یو شمېر کسانو د جرګې مخالفت کړی چې په وینا یې دومره ارزښت نه لري ځکه چې د افغانانو اراده مهمه ده.

د بندیانو په اړه د حکومت دریځ

افغان حکومت وايي، د طالبانو په نوملړ کې شامل ۴۰۰ کسان جرمي قضیې لري ځکه یې نه خوشې کوي.

خو پر هغې ورځ غني د طالبانو له ورکړي ۵،۰۰۰ کسیز نوملړ علاوه د نورو ۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان هم وکړ.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې په موافقه کې راغلي ول چې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې به افغان حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کوي.

دواړه خواوې وايي، زیاتره بندیان یې خوشې کړي دي.

خو افغان حکومت وايي، هغه ۴۰۰ زندانیان نشي خوشې کولای چې جنايي قضیې لري.

د اشرف غني پرانیستونکې وینا

د سولې مشورتي جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف د جرګې پرانیستو پر مهال پر ګډونوالو غږ وکړ چې حکومت ته داسې مشورې ورکړي چې سولې ته لار هواره کړي.

نوموړي د خپل روغتیايي وضعیت له وجې د جرګې مدیریت د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ته وسپاره.

افغان ولسمشر وویل د ۴۰۰ بندیانو خوشې کولو واک نه لري
افغان ولسمشر وویل د ۴۰۰ بندیانو خوشې کولو واک نه لري

افغان ولسمشر اشرف غني جرګې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، طالبان د ټولنې یو واقعیت دی چې انکار ورڅخه نشي کېدای.

ده یو ځل بیا وویل چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو "صلاحیت نه لري" ځکه چې په وینا یې هغوی "درنې دوسیې لري."

د غني په خبره، طالبانو ویلي چې که دا ۴۰۰ کسان خوشې نشي نو "جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او لا یې زیاتوي."

خو ده وویل، افغان حکومت او ولس "ریښتینې سولې او ټېکاو ته اړتیا" لري.

د ولسمشر په اند، د طالبانو د ۵،۰۰۰ کسیز لېسټ علاوه یې نور بندیان هم خوشې کړي او تر اوسه یې ۵،۱۰۰ کسان ازاد کړي دي.

اشرف غني په خپلو خبرو کې له امریکا سره اړیکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ورسره یې تعلقات بنسټیز دي او د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه یې د بیان هرکلی کوي.

ده زیاته کړه، "دا زما غوښتنه وه چې امریکا په دې اړه اعلامیه ورکړي."

د امریکا دریځ

د اګست شپږمې شپې ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو او د اګست اوومې پر سهار د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په جلا جلا بیانونو کې وویل چې دا جرګه به د سولې مخې ته وروستی خنډ لیرې کړي.

پامپېو په بیان کې ویلي چې جرګه به د پاتې طالب بندیانو د ژر خوشې کولو پرېکړه وکړي.

بیان وايي، "طالبانو ژمنه کړې" چې د دې بهیر په بشپړېدو به له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

تر دې مخکې هم طالبانو ویلي ول چې که ټول بندیان ازاد شي نو تر اختر وروسته بین الافغاني خبرې پیلوي.

خلیلزاد پر ټوېټر په بیان کې مشورتي لویه جرګه یو "لوی تاریخي فرصت" وباله او ویې ویل چې په دې هڅو کې امریکا له افغان ولس سره ولاړه ده.

خلیلزاد زیاته کړې چې د جرګې په بحثونو کې د "بریا هیله" لري.

پر ټوېټر د خلیلزاد بیان

د عبدالله عبدالله څرګندونې

تر ولسمشر اشرف غني وروسته د ملي روغې جوړې د شورا مشر عبدالله عبدالله په خبرو کې وویل چې د هېواد ځینو مشرانو د جرګې ملاتړ کړی او هیله من دی چې داسې "پایلې" ته به ورسېږي چې "د ټول افغانستان په ګټه" به وي.

د جرګې مشر عبدالله په خپله وینا کې وویل، افغانستان په "حساس پړاو" کې دی او د مشورتي لویې جرګې پرېکړې د هېواد برخلیک ټاکي.

"د طالبانو د ۴۶۰۰ بندیانو او ۵۰۰ نورو بندیانو د خلاصون پرېکړه اسانه نه وه خو دا سولې ته د رسېدو په لار کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت هوډ او اراده ښيي."

د جرګې د ویاند غفور احمد جاوېد په وینا، په درې ورځنۍ غونډه کې له ټول افغانستانه تر ۳،۰۰۰ زیات کسان ګډون کوي.

افغان چارواکي وايي، د جرګې امنیت لپاره یې اقدامات کړي دي او ګډونوال یې د کورونا وایرس لپاره تر لومړنۍ طبي معاینې وروسته تالار ته پریښي دي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې هم افغان ولسمشر د سولې بهیر په اړه مشورتي لویه جرګه وربللې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG