د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي که بندیان ازاد شي، تر اختر وروسته د سولې خبرې پیلوي


د بندیانو خوشې کېدو موضوع له امریکا سره د طالبانو په هوکړه کې راغلې
د بندیانو خوشې کېدو موضوع له امریکا سره د طالبانو په هوکړه کې راغلې

طالبان وايي، که د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر بشپړ شي نو تر لوی اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیلولو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت، سیاستوالانو او د امریکا په ګډون ځینو هېوادونو په بیا بیا د اوږد ځنډ ښکار بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار کړی دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جولای پر ۲۳مه ماښام پر ټوېټر په یوه بیان کې ولیکل طالبان تر لوی اختر مخکې د حکومتي زندانیانو خوشې کولو ته تیار دي.

خو ده شرط کښېښود چې که حکومت هم د طالبانو له سپارلي نوملړ سره سم ټول بندیان ازاد کړي، نو بیا به ورسره مخامخ خبرو ته کښېني.

د شاهین د ټوېټر بیان په اړه مو د افغانستان د ملي امنیت د شورا نظر اخیستو هڅه وکړه، خو بریالي نشو.

البته افغان حکومت دریځ لري چې د طالبانو له ۵،۰۰۰ کسیز لېسټ څخه هغه ۵۹۲ طالبان نه خوشې کوي چې جرمي دوسیي یا قضیې لري.

د جولای پر ۱۹مه، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په بیان کې پر حکومت غږ وکړ چې پر "جنګي جنایت" او یا پر "بشر ضد جنایت" محکوم او یا هغه کسان چې د دې تورونو پر اساس یې قضیې روانې وي، باید تر "مذاکراتو مخکې" او ان د سولې تر خبرو وروسته هم خوشې نه کړي.

پر ټوېټر د شاهین بیان

د فیصل بیان

په عین وخت کې د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو پر مهال قسم کړی وو چې بیا به په جګړه کې برخه نه‌ اخلي خو یو شمېر وسله والو بیا د جګړې میدان مخه کړې او "د افغانستان خلکو ضد" جنګېږي.

فیصل زیاتوي چې په قطر کې د طالبانو دفتر دې له خپلې ژمنې سره سم، د جګړې ډګر ته د طالبانو بیا ورتګ مخه ونیسي، تاوتریخوالی دې ودروي او ورسره دې مخامخ خبرو ته کښېني.

د بندیانو خوشې کول، د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لاسلیک شوې هوکړې برخه ده.

له موافقې سره سم، حکومت باید د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کړي وای او همداراز بین ‌الافغاني خبرې د مارچ پر ۱۰مه باید پیل شوې وای، خو د دې کار د نه‌ بشپړېدو له کبله دا بهیر تر اوسه ځنډېدلی.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

طالبان وايي، تر اوسه‌ یې د حکومت ۸۶۱ تنه بندیان ازاد کړي او رپورټونو سره سم، افغان حکومت تر ۴،۰۰۰ زیات طالب بندیان خوشې کړي، خو هغه پاتې کسان یې نه دي خوشې کړي چې د چارواکو په وینا، "درنې جرمي" قضیې لري.

حکومت له طالبانو غوښتي چې د بندیانو نوی نوملړ وروسپاري.

نړیوال غبرګون

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز د جولای پر ۲۳مه په یوه ټویټ کې ویلي، وخت رارسېدلی چې د افغانانو د ښېګڼې لپاره دواړه خواوې تاوتریخوالی کم کړي، له موافقې سره سم بندیان خوشې کړي، په راتلونکي اختر کې جګړې بندې او تر هغې وروسته سمدستي خبرې پیل کړي.

همداراز د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا هم د جولای پر ۲۳مه، پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان سولې بهیر د بندیانو د خوشې کولو پر ځای زیات د جګړو پراخېدو له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دی زیاتوي چې که طالبان او افغان حکومت مخکې پر اوربند سلا شوي وای نو اوس به تاوتریخوالی خورا زیات کم وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG