د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمعې پر ورځ کابل کې مشورتي لویه جرګه پیلېږي


په ۲۰۱۹ز کال کې هم افغان ولسمشر د سولې بهیر په اړه مشورتي لویه جرګه وربللې وه.
په ۲۰۱۹ز کال کې هم افغان ولسمشر د سولې بهیر په اړه مشورتي لویه جرګه وربللې وه.

افغان چارواکي وایي، په کابل کې د اګست پر اوومه د مشورتي لویې جرګې لپاره تیاری کوي.

د جرګې د عامه اړیکو د کمیټۍ یوه غړي غفور احمد جاوید د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، وربللي زیاتره ګډونوال کابل ته رسېدلي او پاتې ښايي د پنجشنبې (زیارت) تر ماښامه ورسېږي.

نوموړي وویل دا د سولې مشورتي لویه جرګه ده چې د سولې د لارې نقشه به جوړوي.

افغان ولسمشر اشرف غني، د جولای پر ۳۱مه د لوی اختر په مناسبت په پیغام کې وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري نو ځکه په دې اړه مشورتي لویه جرګه ورغواړي.

افغان حکومت وايي، د طالبانو په نوملړ کې شامل ۴۰۰ کسان جرمي قضیې لري ځکه یې نه خوشې کوي.

خو غني د طالبانو له ورکړي ۵،۰۰۰ کسیز نوملړ علاوه د نورو ۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان هم وکړ.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې په موافقه کې راغلي ول چې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې به افغان حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کوي.

دواړه خواوې وايي، زیاتره بندیان یې خوشې کړي دي.

خو افغان حکومت وايي، هغه ۴۰۰ زندانیان نشي خوشې کولای چې جنايي قضیې لري.

طالبانو او د ولسي جرګې مشر د جرګې جوړېدو مخالفت کړی.

د مشورتي لویې جرګې ویاند غفور احمد جاوېد وايي، یو شمېر کسانو د جرګې مخالفت کړی چې په وینا یې دومره ارزښت نه لري ځکه چې د افغانانو اراده مهمه ده.

جاوېد زیاتوي په جرګه کې به شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان ګډون کوي او تر درو ورځو به روانه وي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې هم افغان ولسمشر د سولې بهیر په اړه مشورتي لویه جرګه وربللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG