د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورنر غلام علي د خیبر پښتونخوا اسمبلي ماته کړې ده


د خیبر پښتونخوا اسمبلي تر پنجاب درې ورځې وروسته ړنګه شوې ده - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اسمبلي تر پنجاب درې ورځې وروسته ړنګه شوې ده - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د صوبايي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنلیک لاسلیک کړی دی.

وزیراعلا محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه شپې نهه بجې ګورنر غلام علي ته د اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک استولی وو چې هغه څه وخت وروسته لاسلیک کړ.

د صوبې ګورنر د اسمبلۍ او کابینې د تحلیلېدو په اړه یو بیان هم خپور کړی دی چې پکې یې له اوسني لنډمهالي اعلاوزیر محمود خان او په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو له مشر اکرام خان دراني څخه یې د جنورۍ تر ۲۱مې پورې د صوبې د نوي لنډمهالي اعلاوزیر نومونه هم غوښتي دي.

کله چې اسمبلي ړنګه شي نو بیا د پخواني حکومت او مخالفه ګوندونو مشران د لنډمهالي اعلاوزیر او کابینې پر ټاکلو بحث او موافقه کوي. لنډمهالی حکومت بیا په درو میاشتو کې انتخابات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د پنجاب اسمبلي د وزیراعلا پر سپارښتنلیک د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند محمد علي سیف د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د پنجاب او پښتونخوا د اسمبلیو د ماتولو موخه د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د هغوی د متحدانو پر وفاقي اېتلافي حکومت تر وخت مخکې د ټولټاکنو لپاره فشار راوستل دي.

دا هغه دریځ دی چې په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په بیا بیا تکرار کړی دی. خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

د پي ډي اېم او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې په هېواد کې به انتخابات پر خپل وخت کېږي او دا چې د پښتونخوا او پنجاب د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته په هغو صوبو کې هم انتخابات نه شي کېدای.

په پېښور کې خبریال فدا عدیل وايي، که د تحریک انصاف غوښتنه نه منل کېږي او یوازې په پنجاب او پښتونخوا کې انتخابات کېږي نو هغه ګوند به له یولړ مشکلاتو سره مخامخېږي. "که د اوسني وفاقي حکومت په موجودګۍ کې د خیبر پښتونخوا او پنجاب د اسمبلیو لپاره انتخابات کېږي او د الېکشن کمېشن د [اوسني] مشر په موجودګۍ کې کېږي نو دا د تحریک انصاف لپاره یو مهم سوال دی ځکه چې هغه [ګوند] پر اوسني الېکشن کمېشن تحفظات لري."

په پېښور کې بل خبریال لحاظ علي ګڼي چې داسې امکان شته چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې هم د انتخاباتو مخه ونیسي. "زموږ سیاسي تاریخ ډېر کړکېچن دی او په بعضو وختونو کې د ایین له هغو نکتو څخه سیاسي اهداف تر لاسه شوې دي چې ډېرې واضحې نه دي. په هېواد کې دا وخت وفاقي حکومت د امن و امان پر صورتحال او پر معاشي حالاتو یا د نورو وجوهاتو له کبله انتخاباتي عملي ځنډولای هم شي."

علي زیاتوي چې په دې اړه به هر څه په په راتلونکو ورځو کې روښانه شي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG