د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو زده کوونکي وايي حکومت دې پرمختیايي کارونه ګړندي کړي


زده کوونکي وايي، حکومت دې په قبایلو کې د سیلګرۍ ودې لپاره هم اقدامات وکړي.
زده کوونکي وايي، حکومت دې په قبایلو کې د سیلګرۍ ودې لپاره هم اقدامات وکړي.

د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمو زده کوونکو له حکومته د پرمختيايي کارونو د چټکولو غوښتنه کړې ده.

د ال قبايل سټوډنټس ارګنایزېشن په نوم د قبايلي سيمو ځوانانو سازمان د فبرورۍ ۱۰مه په پېښور پریس کلب کې د يوې خبري غونډې پر مهال په هغو ضلعو کې د روغتيا، تعلیم، سیلګرۍ او نورو برخو کې په چټکۍ سره د پرمختيايي کارونو غوښتنې وکړې.

تر خبرې غونډې وروسته د ياد سازمان يو مشر نصير احمد مشال راډيو ته وويل، "په ټولو [قبایلي ضلعو] کې يو داسې هسپتال نشته چې زه د ګردې يا اپنډکس اپرېشن پکې وکړم. له دې علاوه حکومت زموږ د يو کور يوه سروې کوي نو په څلور لکه خو زما تباه شوی کور نه جوړېږي. له دې علاوه زموږ ډي سي ګان په نورو ضلعو کې دفترونه لري او له هغه ځايه زموږ ضلعې کنټرولوي."

د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پرمهال د ورانو شویو کورونو د بیاودانۍ لپاره خلکو ته د څلور، څلور لکه روپیو او د زیانمنو شویو کورونو د بیارغونې لپاره هر کس ته د یو لک او ۶۰،۰۰۰ روپیو د ورکولو وعده کړې او وايي، په دې لړ کې یې لسګونه زره کورنیو ته پیسې ورکړې دي. حکومت وايي، په دې لړ کې اوس هم په یوشمېر سیمو کې سروې روانې دي او خلکو ته تاوانونه ورکوي.

بلاول اپریدی په خیبر کې پوهنتون جوړوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال د مې اخري اوونۍ کې په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته د وفاق تر واک لاندې قبایلي سیمې (فاټا) په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډې کړې. د انضمام پر وخت حکومت ويلي ول چې پر دغو سيمو به د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي خو د قبايلو په وينا، دغه ژمنه لاهم نه ده عملي شوې.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د خیبر ضلعې استازی او د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف سیاستوال اقبال اپرېدی وايي چې دوی هڅې روانې کړې چې د قبايلي سيمو د ولس د محروميانو ازاله وکړي. له خيبر قبايلي سيمې څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب دغه غړی زياتوي چې دوی په قبايلي سيمو کې پر يوشمېر پروژو کار روان دی.

د پاکستان حکومت وايي، په قبایلي ضلعو کې اصلاحاتي بهیر ته ژمن دی او په دې لړ کې یې هلته د پولیسو نظام ورغځولی او د عدالتي نظام د رایجولو چارو ته یې دوام ورکړی دی.

حکومت همداراز وايي، په قبایلي سیمو کې یې د روغتیا او تعلیم په برخو کې یوشمېر پروژې عملي کړې دي او هلته یې د انفراسټرکچر (بېخبنا) بیارغولو چارو ته هم دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG