د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې ماشوم وژلی


په ډېره اسماعیل خان کې فعالان په قبایلو کې د ځمکلاندې بمونو ضد مظاهره کوي - د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ میاشتې انځور.
په ډېره اسماعیل خان کې فعالان په قبایلو کې د ځمکلاندې بمونو ضد مظاهره کوي - د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ میاشتې انځور.

د جنوبي وزیرستان انتظامیه وايي، په سیمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر خالد اقبال د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای ۱۴مې پر سهار د بدر سیمې په نېکځانخېلو کې شوې چې پکې اته کلن ماشوم وژل شوی دی.

د ده په خبره، حکومت په سیمه کې د ماین پاکۍ بهیر ته دوام ورکړی دی چې بشپړېدو ته یې وخت په کار دی.

د سیمې یو اوسېدونکي سیف الله سیفي مشال رېډيو ته وویل چې د جولای پر ۱۴مه د چاودنې په ځای کې نور ماشومان هم ول چې روغ پاتې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي له څه د پاسه درو کلونو راهیسې له حکومته غواړي چې ټول ځمکلاندې بمونه پاک کړي.

په جنوبي وزیرستان کې د ماینونو په چاودنو کې لسګونه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پر ضد یې د هغې قبایلي ضلعې اوسېدونکو او فعالانو څو ځلې مظاهرې هم کړې دي.

په جون کې هم د جنوبي وزیرستان لدا ښار په تنګي بادینزیو کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي ول چې پر ضد یې ځايي خلکو احتجاجي ناسته کړې وه.

تر دې مخکې په فبرورۍکې لسګونه فعالانو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د جنوبي وزیرستان په ګډون ټولې قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي.

د پاکستان پوځ د تېرې څه د پاسه یوې نیمې لسیزې په موده کې څو ځلې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات کړي او وايي، دا ماینونه له هم هغه وخت راهیسې پاتې دي.

د پاکستان حکومت وايي، پوځ په اووه واړه قبایلي ضلعو کې د ځمکلاندې بمونو پاکولو کیمپېن ته دوام ورکړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG