د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ وسله والو څنګه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د لويو حملو توان پیدا کړ؟


بلوڅ وسله والو څنګه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د لويو حملو توان پیدا کړ؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:49 0:00

د پاکستان په سياست او رسنيو کې د بلوچستان د شخړې په اړه یو وار بیا بحثونه تاوده شوي دي. دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر دويمه نېټه بلوڅ بېلتونپالي وسله وال په پنجګور او نوشکي ضلعو کې د امنيتي ځواکونو مرکزونو ته ننوتل چې ورسره سم، د هغوی او حکومتي عسکرو ترمینځ نښتې پیل شوې. په نوشکي کې نښتې د فبرورۍ پر درېیمه پای ته ورسېدي خو په پنجګور کې تر درو ورځو پورې روانې وې. د بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) وايي چې په نښتو کې نهه عسکر او۲۰ وسله وال وژل شوي دي. خو بي اېل اې د خپلو ۱۶ وسله والو او تر ۱۰۰ څخه د زیاتو سرتېرو د وژنو دعوه کوي. مشال راډیو په خپلواکه ډول د دواړو غاړو د دعوو تصديق نه شي کولای. د بلوڅ بېلتونپالو چې له تېرو شاوخوا ۱۶ کلونو راهيسې د پاکستان پرضد وسله واله جګړه کوي، دومره لويو حملو زیاتره خلک حیرانه کړي دي. د پاکستان پوځ به ادعا کوله چې په بلوچستان کې يې د بلوڅ وسله والو ملا ورماته کړې ده. پوښتنه دا ده چې بلوڅ وسله والو د دومره لویو حملو توان څنګه پیدا کړ او ایا د بلوچستان د شخړې یو تلپاتی حل شته او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG