د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ اربه ډالر سوېټزرلینډ ته انتقالوي


د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې کنګل شتمنۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته نه سپاري - پخوانی انځور.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې کنګل شتمنۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته نه سپاري - پخوانی انځور.

د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان د کنګل شوې اووه اربه ډالرو له شتمنۍ څخه یې نیمايي په سوېټزرلینډ کې یوه صندق ته انتقالوي.

امريکا د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د هغه هېواد اووه اربه (ميليارده) ډالر کنګل کړي ول. د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د هغو شتمنیو نیمايي د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په حملو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان په توګه د ورکولو امر وکړ.

د طالبانو حکومت له تېر کال راهیسې په بیا بیا پر امریکا د کنګل شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

نړیوالو خبري اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ۳.۵ اربه کنګل شوې شتمني په سوېټزرلینډ کې یوه صندوق ته استوي.

د امریکا د مالیې وزارت د سېپټېمبر پر ۱۴مه په یوه بیان کې ویلي دي چې له افغانستان سره یې د مرستې صندوق جوړ کړی دی چې یوشمېر غړو بورډ یې مدیریت کوي او هغه پیسې به په ډېرو مهمو برخو لګوي.

امریکایي چارواکو ویلي، د هغو پیسو د څارنې په بورډ کې د امریکا او سوېټزرلینډ د حکومتونو یو، یو استازی او داراز د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوار الحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی ډاکټر شاه محرابي شامل دي.

په راپورونو کې راغلي چې له هغه صندوقه به د افغانستان د برېښنا پورونه، نړیوالو بنسټونه ته د افغانستان پور، په پراختیایي برخو کې د مرستو او د پیسو د چاپ لګښتونه ورکول کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې ویلي، هغه صندوق به پیسې د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره ساتي او د مشخصو اهدافو لپاره به یې لګوي.

امریکایي چارواکو ویلي، هېڅ یوه روپۍ به د افغانستان بانک ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، و نه سپاري.

رویټرز خبري اژانس هغه سند ترلاسه کړی چې پکې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال مشر والي ادیمییو په حواله راغلي، تر هغو چې د واشنګټن شرطونه و نه منل شي، د افغانستان مرکزي بانک ته د پيسو لېږد ورته د منلو نه دی.

د ده استدلال دا دی چې مرکزي بانک ته د هغو پیسو لېږدول د افغانستان د خلکو د ملاتړ د سرچینې په توګه له خطر سره مخامخېدای شي.

د امریکا شرط دا دی چې افغانستان بانک دې د طالبانو له مدیریت او سیاسي لاسوهنې ازاد وي او متخصص او هغه کسان دې پکې وګومارل شي چې د ناقانونه پیسو سپینولو مخالف دي.

په بیان کې وړاندې راغلي، له افغانستان سره د مرستو له صندوقه به د افغانستان د بشري بحران په هواري کې مرسته نه کېږي.

په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ۴۰ مېلیونه وګړو نیمایي برخه له شدیدې لوږې سره مخامخ ده.

د امریکا ترڅنګ د افغانستان شاوخوا دوه اربه ډالره شتمني د اروپا او د متحده عربي اماراتو په بانکونو کې هم کنګل ده.

XS
SM
MD
LG